شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 164

څانګه صدیقي:د هالند د ښاروالۍ شورا ټاکنو ته زما نوماندي افغان میرمنو ته دا پیغام ورکوي چې تاسې ډیرې زړورې یاستئ

د ښځو د حقونو فعاله څانګه صدیقي د هالند د ښاروالیو د شورا په ټاکنو کې د خپلې نوماندۍ په اړه ویلي، چې دا ګام یوازې د خپل ښار د خلکو د خدمت لپاره نه دی، بلکې د افغانستان خلکو ته یو مهم او هیله‌بښونکی پیغام هم لري.

نوموړې وایي، افغان کډوال یوازې هغه منفي انځور نه دي چې کله ناکله د رسنیو له لارې وړاندې کېږي، بلکې افغانان داسې کسان هم لري چې د مسؤلیت، پوهاوي او ژمنتیا پر بنسټ د ښه راتلونکي د جوړولو لپاره مخ ته ګام اخلي.

اغلې صدیقي زیاته کړې، د دې نوماندي یو روښانه پیغام افغان نجونو ته هم لري:«تاسو کولی شئ. ستاسو ځواک رښتینی دی، او نړۍ ستاسو د زړورتیا او وړتیا ننداره کوي.»

نوموړې د خپلو هېوادوالو د مینې، لطف او ملاتړ له امله مننه کړې او همدارنګه یې د رسنیو له ټولو ملګرو ځانګړې مننه کړې چې په تېرو څو ورځو کې یې د دې خبر د پوښښ لپاره هڅې کړې دي.

کابل؛شهرنو سیمه کې چاودنه شوې

د کابل په شهرنو سیمه کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایې چاودنه د ایمرجنسي روغتون مخې ته رامنځته شوې.

تر اوسه د چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د داووس نړیوال اقتصادي فورم؛د ایران د بهرنیو چارو د وزیر بلنه لغوه کړه

0

د داووس نړیوال اقتصادي فورم اعلان کړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ته ورکړل شوې رسمي بلنه یې لغوه کړې ده.

د فورم د اعلامیې له مخې، که څه هم عراقچي ته د تېر مني په موسم کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په وروستیو اوونیو کې په ایران کې د ملکي وګړو د ژوند «تراژدیک» ډول له لاسه ورکول، دې پایلې ته رسېدلي چې سږکال په داووس کې د ایران د حکومت د کوم استازي حضور مناسب نه دی.

د داووس نړیوال اقتصادي فورم ټینګار کړی چې د بشري وضعیت او وروستیو پېښو له امله یې دا پرېکړه کړې او دا ګام د نړیوالو اندېښنو انعکاس ګڼل کېږي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې پر ایران د پراخو اعتراضونو او د امنیتي ځواکونو د سختو چلندونو راپورونه خپاره شوي او د نړیوالې ټولنې غبرګونونه یې راپارولي دي.

توکیو؛د افغانستان لپاره د ۵۵۰ میلیونه ډالرو مرستې تر څنګ، نوې ۱۹،۵ میلیونه ډالري کڅوړه تصویب کړه

د جاپان حکومت اعلان کړی چې له افغانستان سره یې د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې تر تېر زیږدیز کال پورې د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې شاوخوا ۵۵۰ میلیونه ډالر بشري مرسته کړې او د مرستو د دوام لپاره یې ۱۹،۵ میلیونه ډالري نوې کڅوړه هم تصویب کړې ده.

دا څرګندونې د جاپان نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو په کابل کې د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر مولوي عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د جاپان مرستې د بشري چارو، کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او د ښځو د ملاتړ په برخو کې لګول شوې دي.

د جاپان سفیر له نشه‌یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او امنیت په برخو کې د طالبانو حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بللې او ټینګار یې کړی چې جاپان به له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ګارډین ورځپاڼه:د ایران په توقیف‌خونو کې د جنسي ځورونې پېښې ثبت شوي

0

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې په ایران کې د امنیتي ځواکونو په توقیف‌خونو کې د بندیانو پر وړاندې د سختو شکنجو، په ګډون د جنسي ځورونې او جنسي تېري د پېښو په اړه راپورونه ورکړل شوي.

د ایران د بشري حقونو لپاره د امریکا مېشتي «عبدالرحمن برومند مرکز» وایي، تر اوسه له ۵۴۹ زیات معترضان، چې ۵۱ ښځې هم پکې شاملې دي، د یزد مرکزي زندان ته لېږدول شوي دي.

د یاد مرکز اجراییوي مشرې رویا برومند ویلي، که څه هم د سړکونو اعتراضونه کم شوي، خو خپلسرې نیونې زیاتې شوي او د بندیانو د شکنجې خطر لوړ شوی دی.

هغې زیاته کړې چې د دوی اسناد ښيي، په تېرو لسیزو کې د ایران په توقیف‌خونو کې د ربړونو، درو وهلو، رواني شکنجې او جنسي ځورونې ګڼې پېښې ثبت شوې دي.

راپور زیاتوي چې د ایران د انټرنټ بندیز له امله له داخل څخه د معترضانو غږ ته لاسرسی او له هغوی سره مرکې کول ناشوني شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:د افغانستان–تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې څېړنې روانې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د وروستۍ پېښې په اړه ویلي چې اړوندې ادارې د موضوع د روښانولو لپاره پراخې پلټنې کوي.

مجاهد ویلي، لومړني معلومات ښيي چې پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې ډلې د پولې له لارې د موادو د انتقال هڅه کوله او له تاجک سرحدي ساتونکو سره مخامخ شوه.

د هغه په وینا، د پېښې ټول اړخونه تر ارزونې لاندې دي.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان سرحدونه به د ناقانونه فعالیتونو لپاره ونه کارول شي او حکومت ژمن دی چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې امنیت او ثبات خوندي وساتي.

محمد باقر قالیباف:ایران کې سراسري اعتراضونه د اسرائیل د جګړې دوام او د امریکا په لمسون رامنځته شوي

0

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف وروستي سراسري اعتراضونه «فتنه» بللې او ویلي یې دي چې دا د اسرائیل له‌خوا پر ایران د «۱۲ ورځنۍ جګړې» دوام او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لاسوهنه رامنځته شوي دي.

نوموړي دغه اعتراضونه «داعش‌ډوله ترهګري» بللې، خو پر معترضانو د وسلوال کېدو حکومتي ادعاوې تر اوسه د خپرو شویو شواهدو له‌خوا نه دي تأیید شوې.

قالیباف زیاته کړې چې علي خامنه‌ای د معترضانو او «ورانکارو» ترمنځ کرښه روښانه کړې او ویلي یې دي چې پارلمان د اقتصادي بحران په تړاو یوه غیرعلني غونډه هم کړې ده.

میک مالواني:د ټرمپ حکومت پر ایران د برید لپاره مناسب فرصت لټوي

0

د سپینې ماڼۍ د دفتر پخواني رئیس، میک مالواني ویلي چې د ټرمپ حکومت اوس مهال پر ایران د برید لپاره مناسب فرصت لټوي.

مالواني سکای نیوز ته ویلي: «دا هغه فرصت دی چې یوازې یو ځل په یوه نسل کې پېښیږي.»

هغه زیاتوي، که د ایران ستونزه حل شي، نه یوازې منځنی ختیځ به په ښه ځای بدل شي، بلکې د ټولې نړۍ به هم وضعیت ښه شي.

هغه همداراز ویلي چې د ټرمپ حکومت د مناسب فرصت په لټه کې دی؛ خو لا تر اوسه د اقدام لپاره چمتو نه دی.

د طالبانو حکومت:سهیل شاهین په دوحه کې د قطر د دیني چارو له وزیر سره کتلي

قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین په دوحه کې د قطر د اوقافو او اسلامي چارو د وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په اړه خبرې کړي دي.

په دې کتنه کې د افغانستان د دیني، فرهنګي او تعلیمي سکتورونو د ملاتړ او پیاوړتیا په اړه خبرې شوي دي.

په دوحه کې د طالبانو حکومت سفارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې لیدنه کې غانم بن شاهین بن غانم الغانم د خپل هېواد چمتووالی د افغانستان سره د یادو برخو په همکاریو څرګند کړی.

هغه ویلي چې قطر غواړي په دیني، فرهنګي، تعلیمي او اوقافي برخو کې د افغانستان سره همکاري پراخه کړي.

‏د اریانا سعید لیک ته د ټرمپ غبرګون؛د امریکا ملي ګټې لومړیتوب، نه د افغانستان د ښځو وضعیت

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغان هنرمندې او د «دفاع» بنسټ بنسټ‌اېښودونکې اریانا سعید لیک ته په خپل ځواب کې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ اساسي تګلارې روښانه کړې دي؛ خو د افغانستان د ښځو د خراب بشري وضعیت په اړه یې څرګنده دریځ نه دی نیولی.

ټرمپ په خپل لیک کې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ واک به یوازې د امریکا د ملي ګټو د خوندي کولو او د امریکايي وګړو د ساتنې لپاره کاروي.

هغه لیکلي: «زه ژمن یم چې د امریکا لپاره د امنیت، سوکالۍ او سولې یو نوی زرین پړاو رامنځته کړم.»

که څه هم اریانا سعید او د هغې بنسټ په خپل لیک کې د افغانستان د ښځو پر حقونو، محدودیتونو او روانو ستونزو تمرکز کړی و؛ خو د ټرمپ په ځواب کې د دغو اندېښنو په تړاو کومه ځانګړې یادونه نه ده شوې.

د «دفاع» بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه لیک یې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر میاشت کې سپینې ماڼۍ ته استولی و، تر څو د افغانستان د ښځو د ملاتړ لپاره د امریکا پاملرنه راجلب کړي.

د بنسټ په وینا، د یاد لیک رسمي ځواب تازه ترلاسه شوی دی.