د خېبر پښتونخوا اعلي وزير سهيل اپرېدي ويلي، چې د پخواني بندي لومړي وزير عمران خان د خوشې کېدو لپاره د پاکستان تحريک انصاف له سياسي ګوندونو او مشرانو سره د ګډ احتجاجي لاريون پر تګلارې خبرې پيل کړې دي.
نوموړي د مانسهرې یوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره تر اوسه سياسي او قانوني لارې کارول شوي، خو اوس ګوند غواړي اسلاماباد ته د پراخ احتجاجي لاريون له لارې فشار زيات کړي.
سهيل اپرېدي ویلي، چې دی د عمران خان د فکر او سياسي مبارزې ملاتړ کوي او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
نوموړي ویلي، د ده پر ضد د هر ډول سیاسي دسیسو سربیره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
هغه د خېبر پښتونخوا د امنيتي وضعيت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په فدرالي حکومت يې غږ کړی، چې د صوبې امنيتي ستونزو او اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.
په ورته مهال، د پاکستان تحريک انصاف ځينو مشرانو هم ويلي، چې د عمران خان د خوشې کېدو تر وخته به خپلې سياسي هلې ځلې او احتجاجي فعاليتونه جاري وساتي.

