د راپورونو له مخې، نږدې ۴۰ مسافرین چې د MV Hondius کروز کښتۍ څخه ښکته شوي، د هانتا ویروس له خطر سره مخ شوي، او اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې تیت و پرک شوي دي.
راپورونه وایي، روغتیایي چارواکي دا مهال هڅه کوي تر څو هغوی پیدا او تر څارنې لاندې راولي.
د معلوماتو له مخې، د دې کښتۍ له مسافرو څخه ځینې د تماس نیولو او طبي څارنې له بشپړې پروسې پرته له کښتۍ وتلي.
تر دې دمه، د هانتا ویروس د خپرېدو پېښې د ثبتیدو راهیسې لږ تر لږه درې کسان وژلي دي.
همدا رنګه، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که څه هم له انسانه انسان ته د دې ویروس انتقال نادره پېښه ده، خو په بشپړ ډول رد نه شي کېدای.
اوس مهال د بېلابېلو هېوادونو روغتیایي ادارې په بیړنیو هڅو بوخت دي څو دغه مسافرین ومومي، د هغوی روغتیایي وضعیت وڅاري او د احتمالي نوو پېښو مخه ونیسي.

