سه شنبه, مې 12, 2026
Homeروغتیاد موږکانو له لارې خپرېدونکی مرګونی ویروس چې د مرګ کچه یې...

د موږکانو له لارې خپرېدونکی مرګونی ویروس چې د مرګ کچه یې تر ۵۰ سلنې رسېدای شي.

راپور: د روغتیا نړیوال سازمان
ژباړه او راټولونه: ارمان افغان، حماسه میډیا

هانتا ویروس د ویروسونو یوه ډله ده چې په طبیعي ډول په موږکانو کې ژوند کوي او انسانانو ته انتقالېدای شي.
دا ویروسونه د انسانانو لپاره ډېر خطرناک کېدای شي او په ځینو مواردو کې د مرګ لامل ګرځي.
انفکشن اکثره وخت د هغو ځایونو له لارې رامنځته کېږي چې هلته د موږکانو ادرار، فاضله یا لعاب موجود وي.
دا ویروس په مختلفو سیمو کې بېلابېلې ناروغۍ هم رامنځته کوي، چې تر ټولو خطرناکې یې د تنفسي او د پښتورګو ناروغۍ دي.

د ناروغۍ ډولونه:
۱. په امریکا کې (د زړه او سږو سنډروم)

په امریکا کې هانتا ویروس د زړه او سږو د سنډروم سبب کېږي، چې د زړه او سږو سختې نښې رامنځته کوي. د مرګ کچه یې تر ۵۰ سلنې پورې رسېدای شي، ناروغي په چټکۍ سره د تنفسي ناکامۍ لامل کېږي

۲. په اروپا او آسیا کې (د وینې بهېدنې او د پښتورګو سنډروم)

په اروپا او آسیا کې دا ویروس د وینې بهېدنې او د پښتورګو سنډروم سبب کېږي.

د پښتورګو شدیدې ستونزې رامنځته کوي، د وینې جریان او فشار ګډوډوي، او د مرګ کچه یې له ۱٪ تر ۱۵٪ پورې اټکل شوې،

د خپرېدو لارې:
هانتا ویروس انسانانو ته په لاندې لارو انتقالېږي:
د موږکانو د فاضلې، ادرار او لعاب سره تماس، د ککړو ځایونو پاکول (په ځانګړي ډول بندې خونې)، د موږکانو چیچل (نادره پېښه) چې یواځې په ډېر محدود ډول د انسان څخه انسان ته انتقال ثبت شوی، چې هغه هم د اندس ویروس په ځانګړو مواردو کې لیدل شوی دی.

نښې نښانې:
ناروغي معمولاً له یوې تر ۸ اوونیو وروسته څرګندیږي لکه:
تبه، سر درد، عضلاتي درد، کانګې او د معدې درد

په سختو حالاتو کې:
د سږو اوبه کېدل، ساه لنډي، د وینې فشار سقوط او د پښتورګو ناروغي.

تشخیص:
د دې ناروغۍ تشخیص ستونزمن دی، ځکه نښې یې د نورو ناروغیو سره ورته دي لکه:
انفلونزا، کرونا ویروس ناروغي، ډینګي تبه، سینه بغل او همدا رنګه تشخیص یې د وینې ازموینو له لارې کېږي، لکه د ځانګړو انټي باډي ازموینې او د ویروس د جنیټیکي موادو معلومولو (PCR ټېسټ).

درملنه:
تر اوسه د هانتا ویروس لپاره ځانګړي درمل یا واکسین نشته.

درملنه یوازې حمایوي ده لکه :
د ناروغ تنفسي ملاتړ، د زړه او پښتورګو څارنه، د جدي پاملرنې څانګه کې عاجله طبي پاملرنه.

مخنیوی د کنټرول تر ټولو مهمه برخه ده:
د کورونو پاکوالی، د موږکانو مخنیوی، د خوړو خوندي ساتل، د ککړو ځایونو لمنده پاکونه (نه وچ پاکول)، لاسونه دوامداره مینځل

د نړیوال روغتیا سازمان معلومات ښيي چې هر کال په نړۍ کې لسګونه زره کسان پرې اخته کېږي، خو زیات تمرکز په هغو سیمو کې دی چې هلته د موږکانو نفوس لوړ وي.

مهمې خبرې:
د دې ناروغۍ تر ټولو لویه خطره دا ده چې، لومړنۍ نښې عامې دي، تشخیص ناوخته کېږي او ناروغي ناڅاپه شدید حالت ته ځي.

پایله:
هانتا ویروس د زونوټیک ناروغیو له ډلې څخه یو خاموش؛ خو خطرناک ویروس دی.

د عامه پوهاوي، پاک چاپېریال، او وختي تشخیص له لارې یې د خپرېدو مخه نیول کېدای شي. نړیوال روغتیایي سازمانونه ټینګار کوي چې د انسان، چاپېریال او حیوان ترمنځ اړیکه باید په ګډه وڅارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here