شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 159

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمیر مهمې لارې د سختې واورې له امله بندې شوې

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سختې واورې، تېز باد او توپان له امله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یو شمېر مهمې لویې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د وزارت په وینا، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو، او په سوېلي سالنګ کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو رسېږي، چې له امله یې تګ راتګ ناممکن شوی دی.

په بامیان کې د بامیان–یکاولنګ، شبیر کوتل، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او ځینې نورې لارې، همداراز په دایکنډي کې خدیر، کومي، قوناق او لوران استرلي کوتلونه، او د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري لارې هم بندې دي.

د طالبانو حکومت وایي، د لارو د پاکولو لپاره کاري ډلې سیمو ته استول شوي او ځینو شرکتونو ته د خلاصولو قراردادونه ورکړل شوي دي.

اسرائیل؛د سوریې او لبنان پر پوله د حزب الله د وسلو پر زیربناوو د برید ادعا کړې

0

اسرائیلي ځواکونو د سوریې او لبنان ترمنځ پر څو سرحدي تېرېدونکو لارو هوايي بریدونه کړي او ادعا یې کړې چې دا لارې د حزب‌الله له‌خوا د وسلو د قاچاق لپاره کارول کېدې.

هم‌مهاله، د لبنان په سوېل کې پر یو شمېر کلیو هم بریدونه شوي چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.

دا تازه بریدونه په داسې حال کې ترسره شوي چې لبنان او اسرائیل په ۲۰۲۴ کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اوربند تړون ته رسېدلي وو، خو له هغه راوروسته دواړه لوري یو بل د تړون په سرغړونه تورنوي.

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره:د افغانستان راتلونکی ښاري دی او نفوس په چټکۍ ښارونو ته لېږدېږي

د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې (UN-Habitat) خبرداری ورکړی چې افغانستان په چټک ډول د ښاري کېدو پر لور روان دی او د دې هېواد راتلونکی به له ښارونو سره تړلی وي.

د یادې ادارې د څرګندونو له مخې، تمه ده تر ۲۰۶۰ کال پورې د افغانستان نیمایي نفوس په ښاري سیمو کې مېشت شي.

دې ادارې دا بدلون یو مهم فرصت بللی او ټینګار یې کړی چې که سم مدیریت شي، کولی شي د دوامدار پرمختګ، اقتصادي ودې او سوکالۍ لامل شي.

دغه اداره وايي، د کابل، هرات او مزارشریف په څېر ښارونه په بې‌ساري ډول پراخېږي او که بې‌پلانه ودې ته پاملرنه ونه شي، د خلکو لپاره د اساسي خدماتو برابرول به له جدي ستونزو سره مخ شي.

مارک روټه ټرمپ ته:که پر امریکا برید وشي، د ناټو متحدین به یې تر څنګ ودرېږي

د ناټو سرمنشي مارک روټه د داووس غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې که پر امریکا برید وشي، د ناټو ټول متحدین به د واشنګټن ترڅنګ ودریږي.

نوموړي د افغانستان جګړې ته په اشارې ویلي، ناټو لکه د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، اوس هم د ګډې دفاع پر ژمنې ولاړه ده.

روټه هڅه کړې چې د اروپایي متحدینو د ژمنتیا په اړه د ټرمپ اندېښنې لرې کړي او ویلي، د ناټو غړو هېوادونو پوځي همکاري لا هم پیاوړې ده.

ټرمپ د دغو څرګندونو هرکلی کړی او ویلي، د ناټو د سرمنشي په ژمنو باور لري او هیله یې ښودلې چې دا ژمنې به عملي هم شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا:د کابل په شهرنو کې د چینایانو پر رسټورانټ د داعش برید په کلکو ټکو غندو

‏د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د چینایانو پر یوه رسټورانټ د داعش ډلې برید په کلکو ټکو غندلی او دا یې یو ترهګریز عمل بللی.

شورا د افغانستان او چین د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د برید د عاملانو، تنظیموونکو او ملاتړو د حساب‌ورکولو غوښتنه یې کړې ده.

امنیت شورا له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو او د شورا د پرېکړه‌لیکونو پر بنسټ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې فعاله همکاري وکړي.

مک‌کال:د ایران د رژیم نسکورېدل حتمي دي او د امریکا متحدین باید هڅې وکړي

0

د امریکا د استازو جرګې جمهوري‌پال غړي مایکل مک‌کال ویلي، چې په منځني ختیځ کې د امریکا متحدین، په ځانګړي ډول اسراییل، سعودي عربستان او اردن، باید د ایران د رژیم د نسکورولو لپاره جدي هڅې وکړي.

مک‌کال ویلي، دغه هېوادونه پراخې مالي سرچینې او پیاوړې استخباراتي وړتیاوې لري او کولای شي د ایراني رژیم پر ضد اغېزمن رول ولوبوي.

د هغه په وینا، د سیمې متحدین نه یوازې دا توان لري، بلکې د خپل امنیت د خوندي کولو لپاره باید فعاله ونډه واخلي.

نوموړي ټینګار کړی، چې د ایران د رژیم ړنګېدل یوازې د وخت خبره ده او دا به حتمي یوه ورځ رامنځته شي.

هغه ویلي، د تهران حکومت د خپلو کورنیو ستونزو، اقتصادي فشارونو او نړیوالې انزوا له امله د سقوط پر لور روان دی.

مایکل مک‌کال همدارنګه زیاته کړې، چې د ایران اوسنی رژیم د سیمې د بې‌ثباتۍ اصلي لامل دی او د هغه په باور، د دغه نظام پای ته رسېدل به د منځني ختیځ د امنیت او ثبات لپاره مهم بدلون رامنځته کړي.

خواجه اصف:پاکستان د افغانستان او هند د ګډ ګواښ سره مخ دی

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی چې هېواد یې د افغانستان او هند د ګډ برید له ګواښ سره مخ دی.

هغه ویلي، که څه هم د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ځان د پاکستان دوست بولي، خو په عمل کې یې دښمن دی.

خواجه اصف له جيونیوز سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان د دښمنانو له خوا کارول کېږي او ټینګار یې کړی چې دا ګډ ګواښ باید د پاکستان په دفاعي پلان کې شامل شي.

بلخوا، د طالبانو حکومت په ځلونو د پاکستان دا ډول ادعاوې بې‌اساسه بللي دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت او هند اړیکې وروستیو کې ښې شوي دي.

ډونالډ ټرمپ:امریکا به د ګرینلنډ د نیولو لپاره پوځي ځواک ونه کاروي، خو د عاجلو مذاکراتو غوښتونکی دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوال اقتصادي فورم (WEF) په غونډه کې وویل چې امریکا به د ګرینلنډ د ترلاسه کولو لپاره پوځي ځواک ونه کاروي، خو ټینګار یې وکړ چې دا ټاپو د امریکا د «ملي امنیت لپاره حیاتي ارزښت» لري او باید پرې عاجلې خبرې پیل شي.

ټرمپ وویل، که څه هم امریکا د پوځي ټکر غوښتنه نه لري، خو که شخړه رامنځته شي، واشنګټن به «په هره جګړه کې نه‌درېدونکی» وي.

هغه زیاته کړه چې اروپا په ناسم لوري روانه ده او د لوړو لګښتونو، کډوالۍ او تجارتي سیاستونو له امله له ستونزو سره مخ ده.

نوموړي همدارنګه وویل چې د ناټو غړي هېوادونه د امریکا له پوځي او اقتصادي قربانیو منندوی نه دي او واشنګټن په بدل کې «یوازې تاوانونه» ګالي.

ډونالډ ټرمپ د اروپايي اتحادیې مشرانو ته:که موږ نه وای، نن به تاسو ټولو په الماني خبرې کولې او ښايي لږ جاپاني هم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اروپايي اتحادیې مشرانو ته په تندو څرګندونو کې ویلي، که چېرې امریکا نه وای؛ نو نن به د اروپا خلکو په الماني ژبه خبرې کولې او ښايي لږه جاپاني ژبه هم ورسره وه.

ټرمپ ویلي، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا ګرینلنډ بېرته ډنمارک ته وسپاره.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا اړتیا لري چې ګرينلنډ د ملي امنیت له پلوه په کنټرول کې وساتي او هیله یې ښودلې چې دې موضوع کې یو مناسب حل به وموندل شي.

هغه په طنزي او نیوکه ییزه لهجه ویلي: «موږ څومره احمقان وو چې دا مو وکړل؟ خو دا کار مو وکړ. اوس هغوی څومره ناسپاسه شوي دي.»

د ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د امریکا او اروپايي هېوادونو ترمنځ د امنیتي، پوځي او سیاسي همکاریو پر سر اختلافونه زیات شوي دي.

شیخ خالد حنفي:ږیره شخصي حریم نه دید ټولنیزو رسنیو د کارونکو غبرګون:ږیره زما واک یې د ملا

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر خالد حنفي ادعا کړې، چې ږیره د هیچا له شخصي حریم سره تړاو نه لري.

د یاد وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د چهارشنبې په ورځ، د حنفي د وینا یوه برخه خپره کړې، چې پکې نوموړي د خلکو په ږیرو کې لاسوهنه توجیه کړې ده.

حنفي ویلي، د محتسبینو دنده د اسلامي شریعت پلي کول دي او هغه د ږیرې کمول د «شخصي حریم» تر عنوان لاندې پوښتنې لاندې راولي.

نوموړي زیاته کړې: «کله چې موږ چا ته وایو نکتایي مه تړه، دریشي مه اغونده یا بې‌حجابه مه اوسه، له موږ پوښتنه کېږي چې ولې داسې خبره کوئ؟»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو محتسبینو په هرات کې د یو شمېر محصلانو د فراغت پر مراسمو د هغوی نکتایي د لیرې کیدو غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې، ښاریان وایي طالبان د اسلامي شریعت د سخت‌دریځ تفسیر په پلي کولو سره، د خلکو پر فردي ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او زیاتوي چې هماغه متل دی چې ږیره زما واک یې د ملا.