پنجشنبه, مې 14, 2026
Homeافغانستانحامد کرزی:بریټانیا کې بریالي افغان وکیلان دې له خپلو هېوادوالو سره مرسته...

حامد کرزی:بریټانیا کې بریالي افغان وکیلان دې له خپلو هېوادوالو سره مرسته او همکاري وکړي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په بریتانیا کې د افغان کډوالو د سیاسي حضور او بریا ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د افغانانو وړتیا او استعداد په نړیواله کچه د ویاړ وړ دی.

حامد کرزي د برېتانیا د محلي شوراګانو په ټاکنو کې پیمانه اسد، رابعه نسیمي، شهیره کریمي، پري نور کاور او عبدالتواب بوستاني ته د بریا مبارکي ورکړې او دا یې د افغانانو د شایستګۍ او وړتیا څرګند ثبوت بللی دی.

نوموړي هیله ښودلې چې ټول بریالي کسان به په خپلو نویو مسوولیتونو کې وځلېږي او د خپلو هېوادوالو د خدمت او همکارۍ لپاره به اغېزناک رول ولوبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here