سه شنبه, مې 12, 2026
Homeکورپاڼهبنیامین نتانیاهو:ډونالډ ټرمپ راته ويلي چې غواړي د ایران د یورانیمو تاسیساتو...

بنیامین نتانیاهو:ډونالډ ټرمپ راته ويلي چې غواړي د ایران د یورانیمو تاسیساتو ته داخل شي

د اسرائيل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د سي‌بي‌اېس نيوز سره په مرکه کې د ايران د غني شويو يورانيمو او د ایران د حکومت پر ضد د جګړې په اړه ويلي چې ډونالډ ټرمپ ورته ويلي، غواړي د ایران د یورانیمو تاسیساتو ته داخل شي، او د هغه په اند دا اقدام له عملي پلوه ممکن دی.

هغه زياته کړې، که کومه هوکړه وشي او وکولای شي هلته داخل شي او دا پروګرام له منځه يوسي، نو دا به تر ټولو غوره لاره وي.

نتانياهو دې پوښتنې ته چې که هوکړه ونه شي، څه به پېښ شي، له ځواب ورکولو ډډه کړې او ويلي چې د دې موضوع لپاره مهالوېش نه ټاکي، خو دا ماموريت يې ډېر مهم بللی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here