مایکل روبین، چې د ایران او عراق په چارو کې د پنټاګون پخوانی سلاکار پاتې شوی، د امریکا او پاکستان پر اړیکو سختې نیوکې کړې دي.
نوموړي په خپله تازه مقاله کې، چې په سنډی ګارډین کې خپره شوې، ویلي چې واشنګټن پاکستان ته د یوه دوامدار ستراتیژیک شریک په سترګه نه ګوري، بلکې یوازې یې د لنډمهالو موخو لپاره کاروي.
روبین په خپل ایکس حساب کې لیکلي: “د واشنګټن له نظره پاکستان واده کړې ښځه نه ده، بلکې د کارولو او پرېښودلو وسیله (رنډۍ) ده.”
هغه د پاکستان اوسنی پوځي مشرتابه هم د همدې سیاست یوه برخه بللې ده.
د نوموړي په وینا، د ډونلډ ټرمپ کاري دوره پای ته نږدې ده او که راتلونکې کې جمهوري غوښتونکي واکمن وي او که ډیموکراتان، دواړه پر دې باور دي چې پر پاکستان بشپړ اعتماد نه شي کېدای.
مایکل روبین ادعا کړې چې امریکا به هېڅکله ځان د پاکستان له پوځي چارواکو سره د شویو ژمنو عملي کولو ته ژمن ونه ګڼي، ځکه واشنګټن اسلاماباد یوازې د سیمهییزو او امنیتي اړتیاوو لپاره کاروي.
هغه ټینګار کړی چې د امریکا په بهرني سیاست کې له پاکستان سره اړیکې تر ډېره د موقتي ګټو پر بنسټ ولاړې دي او د اړتیا له ختمېدو وروسته دغه اړیکې سړېږي.

