د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال، زهران ممداني، د خپلې دندې د پیل له سلو ورځو وروسته د لویې ولسي غونډې په جوړولو سره خپل کاري بهیر لمانځي، خو راپورونه ښيي چې د هغه څو مهمې ټاکنیزې ژمنې لا هم نه دي پوره شوې.
د راپور له مخې، د کورونو د کرایو کنګلولو، د وړیا عامه بسونو او د ټولو لپاره د ماشومانو د پالنې (Childcare) د برابرولو ژمنې تر اوسه بشپړې نه دي عملي شوې.
په همدې موده کې یوازې د دوو کلونو ماشومانو لپاره د وړکتون په یوه نوي پروګرام کې شاوخوا ۲ زره ځایونه برابر شوي دي.
سره له دې، د ممداني ادارې ځینې لاسته راوړنې هم یادې کړې دي.
په دغو کې د ښار په یوه روغتون کې د زندانیانو لپاره د ۱۰۴ بستریزې ځانګړې څانګې پرانیستل، د ښاروالۍ د کارکوونکو د ماشومانو لپاره د وړیا پالنې ازمایښتي پروګرام او له ایالتي حکومت څخه د ۱.۵ میلیارد ډالرو اضافي مالي مرستې ترلاسه کول شامل دي.
ټاکل شوې چې ښاروال د خپلې واکمنۍ د سلو ورځو د بشپړېدو په مناسبت له ښاروالۍ کارکوونکو، اوروژونکو او ښوونکو سره ځانګړې غونډه ترسره کړي.

