شنبه, اپریل 25, 2026
Home Blog Page 158

اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د ۱۰ میلیونه یورو نوی پروګرام اعلان کړ

اروپايي ټولنې د افغان ښځو د اقتصادي ځواکمنتیا لپاره د «ویلیډ» پروګرام د دویم پړاو د پيل په موخه ۱۰ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړه.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له لوري عملي کېږي او په هغو ولایتونو کې به پلی شي چې ښځې پکې د کار او مالي خدماتو محدود لاسرسی لري.

د پروګرام موخه د ښځو عاید لوړول، د کورنیو اقتصادي مقاومت پیاوړتیا او په اقتصادي پرېکړو کې د ښځو ونډه زیاتول دي.

ډونالډ ټرمپ؛د «سولې شورا» نړیوال ائتلاف جوړ کړ چې غړیتوب یې یو میلیارد ډالر لګښت لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داووس کې د «سولې شورا» په نوم د یو نوي نړیوال بنسټ منشور لاسلیک کړ، چې هدف یې د نړیوالو شخړو حل او د «تلپاتې سولې» ټینګښت بلل شوی دی.

د دې شورا دایمي غړیتوب یو میلیارد ډالر ټاکل شوی او شاوخوا شلو هېوادونو، د سعودي عربستان، ترکیې، مصر، قطر او پاکستان په ګډون، یې غړیتوب منلی دی.

که څه هم سپینې ماڼۍ په پیل کې دا شورا د غزې د بیا رغونې لپاره اعلان کړې وه، خو په رسمي منشور کې د غزې یادونه نه ده شوې.

بریتانیا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ممکنه ګډون له امله له دې شورا سره یوځای کېدل رد کړي، خو ټرمپ ویلي چې پوتین د غړیتوب بلنه منلې ده.

دا شورا به له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي، خو منتقدان وایي دا بنسټ ښايي د ملګرو ملتونو د بدیل په توګه جوړ شوی وي.

ولادیمیر زلنسکي:که د ایران رژیم ته د بقا اجازه ورکړل شي، دا به نورو دیکتاتورانو ته د قتل جواز وي

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ایران د حکومت پر وړاندې سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي، که نړیواله ټولنه د تهران رژیم ته د بقا اجازه ورکړي، نو دا به نورو مستبدو واکمنانو ته دا پیغام ورکړي چې «که کافي خلک ووژنې، په واک کې پاتې کېدای شې.»

زلنسکي د داووس په غونډه کې ویلي، د ایران د ولس پراخو اعتراضونو د نړۍ پام ځانته اړولی و، خو دا پاڅونونه په وینو کې ډوب کړل شول.

د هغه په وینا، نړیوالې ټولنې د ایران له خلکو سره لازمه مرسته ونه کړه او یوازې یې ننداره کوله.

د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی، هغه مهال چې نړیوال سیاستوال د دریځ نیولو په اړه بحث کاوه، د ایران واکمنو مذهبي مشرانو له وړاندې زرګونه کسان وژلي وو.

زلنسکي دغه څرګندونې د هغو انتقادونو په ترڅ کې کړې چې لوېدیځ هېوادونه د استبدادي نظامونو پر وړاندې نرم دریځ خپلوي او د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې چوپ پاتې کېږي.

هغه خبرداری ورکړی چې د ایران په څېر رژیمونو ته د حساب‌ورکولو پرته پرېښودل، نه یوازې د ایران خلکو ته، بلکې د ټولې نړۍ امنیت ته جدي ګواښ دی.

ډونالډ ټرمپ:ایران غواړي چې له موږ سره خبرې وکړي، موږ یې هم ورسره کوو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په داووس کې د ایران په اړه ویلي چې ایران غواړي خبرې اترې وکړي او موږ به هم خبرې اترې وکړو.

په اسرائیل کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي چې ټرمپ به د ایران له معترضینو سره د مرستې په اړه ژمن پاتې شي.

د اسرائیل د ۱۲م چینل د راپور له مخې، لوېدیځو استخباراتي ادارو د لومړي ځل لپاره د ایران د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د درز نښې موندلې دي، او سلګونه افسران د سپاه پاسداران او بسیج له لیکو بېل شوي دي.

مولانا فضل‌الرحمان:خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي

0

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان د هېواد پر امنیتي وضعیت او د حکومت پر بهرني سیاست سختې نیوکې کړي دي.

هغه ویلي، په خپله سیمه کې خلک د ژوندي پاتې کېدو لپاره طالبانو ته باج ورکوي؛ خو حکومت د غزې د سولې خبرې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې دولت د خپلو وګړو امنیت نه شي تأمینولای او دا وضعیت د منلو وړ نه دی.

د دغو څرګندونو وروسته د پاکستان د ملي شورا غونډه وځنډول شوه.

دا څرګندونې داسې مهال شوې چې لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «سولې بورډ» غړیتوب منلی دی.

امریکا؛نن له نړیوال روغتیايي سازمانه د وتلو اعلان کوي

0

رویټرز خبري اژانس وایي، تمه ده چې متحده ایالات به نن پنج‌شنبه په رسمي توګه له نړیوال روغتیايي سازمان (WHO) څخه د وتلو اعلان وکړي.

روغتیايي کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا پرېکړه به نه یوازې د امریکا، بلکې د ټولې نړۍ پر عامې روغتیا ناوړه اغېز ولري.

دوی وایي دا اقدام د امریکا له نافذه قوانینو سره هم په ټکر کې دی، ځکه حکومت باید د دې سازمان شاوخوا ۲۶۰ میلیونه ډالره پاتې پورونه ادا کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د ولسمشرۍ د دورې په لومړۍ ورځ د یوه اجرایي فرمان له لارې د نړیوال روغتیايي سازمان څخه د امریکا د وتلو پرېکړه اعلان کړې وه.

د امریکا د قوانینو له مخې، حکومت مکلف دی چې لږ تر لږه یو کال مخکې د وتلو رسمي خبر ورکړي او تر وتلو وړاندې ټول مالي مکلفیتونه بشپړ کړي.

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس:لوېدیځ باید په عمل کې هم له ځانه دفاع وکړي

0

د استونیا د پارلمان د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مارکو میکلسون ویلي، لوېدیځ باید یوازې په ویناوو او سیاسي دریځونو بسنه ونه کړي، بلکې په عملي توګه هم د خپلو ارزښتونو او امنیت دفاع وکړي.

د هغه په وینا، د لوېدیځ د تګلارې اصلي محور باید د روسیې د پراختیا غوښتونکو سیاستونو ماتول وي.

میکلسون همداراز ټینګار کړی، چې لوېدیځ باید د ایران له خلکو سره همکاري او ملاتړ وکړي، څو وکولای شي د هغه پراخ ترور پر وړاندې مقاومت وکړي چې د یوې اسلامپالې دیکتاتورۍ له لوري پرې تپل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې دا ډول روښانه او عملي دریځ به وټاکي، چې اروپایي هېوادونه به د نوي نړیوال نظم په رامنځته کېدو کې څه ډول او څومره اغېزمن رول ولري.

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس؛پوهاند عبدالسلام عظیمي په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رییس، پوهاند عبدالسلام عظیمي، د ۹۰ کلونو په عمر په ترکیه کې وفات شو.

عظیمي د فراه ولایت و او د الازهر پوهنتون فارغ و، همدارنګه یې په جارج واشنګټن پوهنتون کې تخصصي زده کړې کړې وې.

نوموړي د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د امریکا د نبراسکا پوهنتون کې تدریس کړی و.

عظیمي د ۲۰۰۴ کال د اساسي قانون د کمېسیون یو مهم غړی و او وروسته د سترې محکمې رییس پاتې شوی و، چې تر ۲۰۱۴ کال پورې یې په دې دنده کار وکړ.

د طالبانو حکومت:په لوګر کې دوه کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې

په لوګر کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي، چې په دغه ولایت کې دوه تاریخي کلاوې او یوه تاریخي ابده کشف او ثبت شوې ده.

د خروار ولسوالۍ د ګرند غونډۍ په سیمه کې یوه تاریخي ابده موندل شوې، یوه کلا د محمداغې ولسوالۍ د مغل‌خېلو په سیمه کې د «فقیر» په نوم او بله د خوښۍ ولسوالۍ اړوند د «کافر» کلا ده.

د یاد ریاست په وینا، دا تاریخي ځایونه څو پېړیو ته رسېږي.

تر دې وړاندې په لوګر کې ۲۷ نورې تاریخي سیمې هم ثبت شوې وې.

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت:د سالنګونو په ګډون د افغانستان یوشمیر مهمې لارې د سختې واورې له امله بندې شوې

د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو وزارت اعلان کړی، چې د سختې واورې، تېز باد او توپان له امله د سالنګونو په ګډون د افغانستان یو شمېر مهمې لویې لارې د تګ راتګ لپاره تړل شوې دي.

د وزارت په وینا، په شمالي سالنګ کې د واورې ضخامت تر ۴ مترو او ۶۰ سانتي‌مترو، او په سوېلي سالنګ کې تر ۲ مترو او ۶۸ سانتي‌مترو رسېږي، چې له امله یې تګ راتګ ناممکن شوی دی.

په بامیان کې د بامیان–یکاولنګ، شبیر کوتل، قوناق کوتل، اقرباط کوتل او ځینې نورې لارې، همداراز په دایکنډي کې خدیر، کومي، قوناق او لوران استرلي کوتلونه، او د غزني د ناور، اجرستان، مالستان او جاغوري لارې هم بندې دي.

د طالبانو حکومت وایي، د لارو د پاکولو لپاره کاري ډلې سیمو ته استول شوي او ځینو شرکتونو ته د خلاصولو قراردادونه ورکړل شوي دي.