د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران د خبرو اترو ملاتړ کوي، خو دا چاره د فشار منلو یا له خپلو دریځونو د تېرېدو په مانا نه بولي.
نوموړي په خپله ایکس پاڼه ویلي، چې ایران به د خپلو ملي ګټو او د خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره له هرې سیاسي لارې کار واخلي، خو د بهرني فشار پر وړاندې به تسلیم نه شي.
پزشکیان زیاته کړې، که مذاکرات ترسره کېږي، هدف یې د شخړو کمول او د ایران د حقونو دفاع ده، نه دا چې هېواد دې له خپلو اصولو شاتګ وکړي.
هغه ویلي، ایران به د هر ډول پرېکړې پر مهال خپل ملي حاکمیت او اساسي دریځونه په پام کې نیسي.
وړاندې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، وو چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د تهران تازه شرطونه چې د اسلام اباد له لارې واشنګټن ته وړاندې شوي وو، به د منلو وړ ونه بولي.

