د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ویلي، پاکستان له افغانستان څخه یوازې دا غوښتنه لري چې د هند په ملاتړ د وسلهوالو ډلو ملاتړ پای ته ورسوي او د ټي ټي پي پټنځایونه له منځه یوسي.
نوموړي د یکشنبې په ورځ د پاکستان پوځ په مرکزي قوماندانۍ راولپنډۍ کې د هند سره د جګړې د لومړۍ کلیزې په مراسمو کې ویلي، افغانستان باید په خپله خاوره کې د وسلهوالو فعالیتونه بند کړي.
عاصم منیر د طالبانو حکومت نوم وانخیست، خو ویې ویل: “له افغانستان څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د فتنة الخوارج او فتنة الهند ملاتړ پای ته ورسوي.”
د پاکستان پوځ او رسنۍ دغه اصطلاحات عموماً د ټي ټي پي او بلوڅو وسلهوالو لپاره کاروي.
هغه هند ته هم خبرداری ورکړی او ویلي، که نوي ډیلي په راتلونکي کې د کوم برید هڅه وکړه، نو پایلې به یې “پراخې او خطرناکې” وي.
نوموړي ادعا کړې چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ لړۍ لا هم روانه ده او راتلونکې جګړې به څو اړخیز عملیات ولري.
بل لور ته، د طالبانو حکومت په افغانستان کې د وسلهوالو د مرکزونو شتون ردوي او وایي، پاکستان د خپلو امنیتي ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي.

