د نوې هوکړې له مخې، د ټیکټاک امریکایي نسخه به له چینایي کنټرول څخه بېلېږي او د امریکا د قوانینو له مخې به فعالیت کوي؛ خو د کاروونکو معلوماتو او ډیجیټلي امنیت موضوع به لا هم تر جدي څار لاندې وي.
د لوړپوړو امریکايي چارواکو د اسراییل د سفر له دوام سره هممهاله، تازه راپورونه څرګندوي چې متحده ایالاتو د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره خپل پوځي چمتووالی بشپړ کړی، خو د برید وروستۍ سیاسي پرېکړه لا تر اوسه نه ده اعلان شوې.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ (سینټکام) قومندان جنرال برد کوپر تلابیب ته سفر کړی او هلته یې د اسراییلي پوځ له لوی درستیز ایال زمیر سره کتلي دي.
په دې لیدنه کې د اسراییل د پوځي استخباراتو او عملیاتي برخو لوړپوړي مشران هم ګډون درلود.
سرچینې وايي، دواړو لوریو په دې ناسته کې د سیمې پر امنیتي وضعیت، د ایران پر پوځي وړتیاوو او د احتمالي ګډو عملیاتو پر سناریوګانو خبرې کړې دي.
جنرال کوپر ټینګار کړی چې که څه هم ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر اوسه د ایران پر ضد د مستقیم پوځي برید وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د امریکا پوځ د هر ډول احتمالي اقدام لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کاناډا ته سخت خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې که اوټاوا له چین سره خپله وروستۍ سوداګریزه هوکړه لغوه نه کړي، نو واشنګټن به پر کاناډايي صادراتو ۱۰۰ سلنه تعرفې ولګوي.
ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ادعا کړې چې چین د باور وړ سوداګریز شریک نه دی او خبرداری یې ورکړی چې دا هېواد کولی شي د کاناډا اقتصاد او ټولنیز جوړښت ته جدي زیان ورسوي.
نوموړي ویلي: «چین به کاناډا ورو ورو تر خپل نفوذ لاندې راولي او په پایله کې به یې اقتصاد له منځه ولاړ شي.»
دا خبرداری وروسته له هغې ورکول کېږي چې د کاناډا لومړي وزیر په تازه سفر کې چین ته ولاړ او هلته یې له چینایي چارواکو سره د سوداګرۍ د پراخولو او اقتصادي همکاریو د زیاتولو په اړه هوکړه کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د امریکا له لوري له دې ادارې د وتلو پرېکړه د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې دا ګام به د نړیوالو روغتیايي هڅو لپاره لویه ضربه وي.
سازمان ټینګار کړی چې د امریکا پرېکړه کولای شي د ناروغیو پر وړاندې نړیواله همغږي کمزورې کړي.
امریکا ویلي چې نور نه غواړي د یوې نړیوالې ادارې له لارې کار وکړي او پر ځای به یې له هېوادونو سره د ناروغیو د څار او عامه روغتیا په برخه کې مستقیمه همکاري وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې چې واشنګټن د دې بنسټ له مهمو غړو څخه و او د خطرناکو ناروغیو پر ضد په مبارزه کې یې مهمه ونډه لرله، خو سره له دې به دا اداره له نورو هېوادونو سره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.