د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال د مې له ۳مې تر ۹مې پورې ۱۱ زره او ۵۱۵ افغان کډوال له پاکستان، ایران او تاجېکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، تر ټولو ډېر کډوال له پاکستانه راستانه شوي چې شمېر یې ۱۱ زره او ۳۵۴ کسانو ته رسېږي.
همداراز ۱۲۹ کسان له تاجېکستانه او ۳۲ نور له ایرانه افغانستان ته راغلي دي.
یاد سازمان ویلي، د راستنېدونکو ۵۵ سلنه ښځې او ۵۶ سلنه ماشومان دي، او نږدې ۴۱ سلنه کورنۍ د ښځو لهخوا اداره کېږي.
دغه اداره ټینګار کوي چې راستنېدونکي افغانان لا هم بشري مرستو او لومړنیو خدمتونو ته جدي اړتیا لري.

