د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایراني لوري سره یې ډېره مهمه او بریالۍ غونډه ترسره کړې او د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي بهیر ته به دوام ورکړي.
ټرمپ زیاته کړې چې ایران د یوې هوکړې په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی او واشنګټن لا هم د ایران د اټومي وسلو د مخنیوي پر تګلارې ټینګ ولاړ دی.
هغه ادعا کړې چې امریکا تېره اوونۍ پر ایران پیاوړي بریدونه کړي او دا اقدامات یې د خپلې ستراتیژۍ برخه بللې ده.
ټرمپ همداراز ويلي، د مالي بازارونو لوړېدل، د نفتو د بیو راټیټېدل او د پرچون سکټور د بیو کمېدل د ټولو په ګټه دي.

