چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeکورپاڼهد بریتانیا ملي کتابتون؛د میلیونونو کتابونو او تاریخي اثارو کور

د بریتانیا ملي کتابتون؛د میلیونونو کتابونو او تاریخي اثارو کور

د جولای لومړۍ نېټه د نړۍ له مهمو علمي او فرهنګي بنسټونو څخه د بریتانیا د ملي کتابتون (British Library) د جوړېدو له کلیزې سره برابره ده.

دغه کتابتون په ۱۹۷۳ کال کې په لندن کې په رسمي ډول تاسیس شو او تر هغه مخکې د بریټش موزیم برخه و.

د بریتانیا ملي کتابتون د نړۍ له سترو کتابتونونو څخه شمېرل کېږي او په میلیونونو کتابونه، خطي نسخې، نقشې، موسیقيز اثار، تاریخي اسناد او نور ارزښتناک توکي پکې خوندي دي.

په دې کتابتون کې ځینې داسې لرغوني اثار هم ساتل کېږي چې شاوخوا دوه زره کلن تاریخ لري.

د بریتانیا او ایرلنډ د چاپ هر کتاب یوه نسخه د قانون له مخې دې کتابتون ته سپارل کېږي.

همدارنګه، کتابتون زرګونه تاریخي انځورونه، قلمي نسخې او غږیز ثبتونه ډیجیټل کړي او د انلاین لاسرسي زمینه یې هم برابره کړې ده، څو څېړونکي او مینه‌وال ترې په اسانه ګټه واخلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here