د بلجیم د انټورپ ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د پولیسو د معلوماتو له مخې، پېښه د ودانۍ په یوه اپارتمان کې رامنځته شوې او د اور د خپرېدو له امله ګڼ اوسېدونکي اغېزمن شوي دي.
ژغورنې او اوروژنې ډلې سمدستي سیمې ته رسېدلي، ټپیان یې نږدې روغتونونو ته لېږدولي او اور یې تر کنټرول لاندې راوستی دی.
چارواکي وايي، د اورلګېدنې د دقیق علت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو اصلي لامل نه دی اعلان شوی.

