د اسټرالیا فدرالي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶/۲۷ مالي کال په بودجه کې یې د ځانګړي پلټونکي دفتر لپاره ۴۳.۸ میلیونه ډالر ځانګړي کړي، څو په افغانستان کې د اسټرالیايي ځواکونو د احتمالي جګړهییزو جرمونو پلټنې دوام ومومي.
د اسټرالیايي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه څېړنې د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د ماموریت پر مهال د رامنځته شویو پېښو په تړاو ترسره کېږي.
د راپور له مخې، پلټونکي د ملکیانو پر وړاندې د احتمالي ناوړه چلند او د جګړې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو ادعاوې ارزوي.
راپورونه زیاتوي، که د تورونو د ثابتېدو لپاره کافي شواهد ترلاسه شي، نو اړوندې دوسیې به عدلي ارګانونو ته وسپارل شي، څو قانوني اقدامات پرې وشي.

