د اروپا پارلمان کې د شین ګوند استازې هانا نيومن خبرداری ورکړی چې له آلمان او نورو اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو ایستل به د طالبانو حکومت پیاوړي او د اروپا امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
نویمن ویلي، د آلمان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د طالبانو حکومت سره تعامل ته مخه کړې او دا سیاست تر ډېره د کورنیو سیاسي فشارونو او د کډوالو ضد دریځونو تر اغېز لاندې مخته وړل کېږي.
نوموړې ویلي، ډېری هغه افغانان چې له اروپا بېرته افغانستان ته استول کېږي، له سختې بېوزلۍ، بېکارۍ او نامعلوم راتلونکي سره مخ کېږي، چې دا وضعیت افراطي شبکو ته د ځوانانو د جذب زمینه برابروي.
هغې ټینګار کړی، په افغانستان کې د اقتصادي او ټولنیز بحران له امله مذهبي شبکې او دیني مدرسې، چې ځینې یې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي، د خلکو تشې ډکوي او ګڼ ځوانان د بقا لپاره دغو شبکو ته ورګډېږي.
د اروپا پارلمان دغې غړې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو بېبرخلیکه بېرته ستنول نه یوازې د طالبانو حکومت پیاوړي کوي، بلکې په اوږدمهال کې د آلمان او ټولې اروپا امنیت هم له خطر سره مخ کولای شي.
هاخوا بیا د طالبانو حکومت اروپایي او سیمه ییزو هیوادونو ته بار بار ویلي، چې نه پرېږدي ترڅو د افغانستان له خاورې هیڅ چاته خطر مواجع شي.

