چهارشنبه, جولای 1, 2026
Homeافغانستانعبداللطیف نظري:د نوي افغانستان جوړول د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی

عبداللطیف نظري:د نوي افغانستان جوړول د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی

د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، د نوي افغانستان د جوړولو مسؤلیت د ټولو افغانانو ګډ مسؤلیت دی او هر څوک باید په دې برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

نظري په کابل کې د «کمپاین» په نوم د یوه مستند فلم د مخکتنې په مراسمو کې د افغانستان د خلکو قربانۍ وستایلې او ویې ویل، هغه کسان چې د ده په وینا د اشغال د پای ته رسېدو او د هېواد د ازادۍ لپاره یې قربانۍ ورکړې، د درناوي وړ دي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان د خلکو سرښندنې به د هېواد په تاریخ کې تلپاتې پاتې شي او هېڅکله به هېرې نه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here