چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 10

امریکا:د ګرین کارت غوښتونکي به له دې وروسته له خپلو هیوادونو وړاندیز کوي

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ خدماتو ادارې (USCIS) د یوې نوې تګلارې له مخې، هغه بهرني وګړي چې په موقتي ویزو یا بشري اجازو امریکا کې ژوند کوي، ښايي د ګرین کارت د غوښتنې لپاره اړ شي خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

د راپورونو له مخې، دغه نوې لارښوونه چې له دې وروسته به د امریکا دننه د دایمي استوګنې یا ګرین کارت ډېری غوښتنلیکونه یوازې په استثنايي حالاتو کې ومنل شي.

د USCIS ویاند زک کاهلر ویلي، حکومت هڅه کوي د کډوالۍ قانوني بهیر بېرته خپل اصلي چوکاټ ته راوګرځوي، څو بهرني وګړي د امریکا د مهاجرت اصول د قانون له مخې تعقیب کړي.

بل لورته د افغان ایواک ادارې مشر پر دې پرېکړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت تر واک لاندې افغانستان کې د امریکا هېڅ فعال قونسلګریز خدمات نشته، نو افغانان نه‌شي کولی له خپل هېواده د ګرین کارت رسمي پروسه مخته یوسي.

ګرین کارت په امریکا کې د دایمي استوګنې رسمي جواز ګڼل کېږي، چې لرونکي ته د کار او ژوند حق ورکوي، خو د امریکا بشپړ تابعیت نه بلل کېږي.

ډېری کډوال لومړی د موقتي ویزو یا بشري پروګرامونو له لارې امریکا ته ننوځي او وروسته هڅه کوي خپل اقامتي وضعیت دایمي کړي.

راپورونه:د پاکستان کرکټ بورډ غواړي، شان مسعود له لوبډلمشرۍ لیرې کړي

د وروستیو راپورونو له مخې د بنګله‌ دېش پر وړاندې د پاکستان د پرله ‌پسې ناکامیو او وروستۍ ماتې وروسته د شان مسعود د ټېسټ لوبډلمشرۍ راتلوونکی له جدي پوښتنو سره مخ شوی.

امکان شته چې نوموړی له دندې لرې یا استعفا ته اړ شي، او ویل کېږي چې په دغه صورت کې به سلمان علي اغا د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکل شي.

راپورونه، وایي د بنګله‌دېش پر وړاندې د وروستۍ ټېسټ لوبې پر مهال د لوبغاړو او شان مسعود ترمنځ اړیکې کمزورې شوې وې.

همداراز د لوبډلې له راستنېدو وروسته مسعود له خپلو ډېری ملګرو لوبغاړو سره خبرې نه دي کړي چې زیات وخت یې له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی.

د پاکستان د ټېسټ لوبډلې مسلسل ناکامیو؛ په ځانګړې توګه د بنګله ‌دېش پر وړاندې د ماتو لړۍ د شان مسعود پر لوبډلمشرۍ نیوکې زیاتې کړې دي، له همدې امله سلمان علي اغا د احتمالي نوي لوبډلمشر په توګه تر ټولو مخکښ او مناسب نوماند ګڼل کېږي.

مارکو روبیو هند ته سفر کړی؛د انرژۍ امنیت او سوداګریزې اړیکې د خبرو اصلي موضوعات دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په سهار له خپلې مېرمنې جینټ روبیو سره هند ته سفر وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روبیو به په دغه څلور ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره د انرژۍ امنیت، سوداګریزو اړیکو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د نړۍ د انرژۍ بحران زیات شوی دی.

مارکو روبیو ویلي، امریکا چمتو ده چې هره اندازه انرژي په هند وپلوري.

هند چې د خپلې انرژۍ تر ۸۰ سلنې ډېره برخه واردوي، هڅه کوي د نفتو، مایع طبیعي ګاز او نورو انرژۍ توکو واردات زیات کړي.

امریکايي چارواکي هیله لري چې هند به د انرژۍ د کمښت یوه برخه له امریکا پوره کړي، خو کارپوهان وایي د امریکا څخه هند ته د انرژۍ لېږد اوږد او لګښت‌ناک مسیر لري.

بل لور ته، هندي شنونکي وایي چې د انرژۍ امنیت به د روبیو د سفر اصلي موضوع وي او هند ښايي د روسیې د نفتو د پېرلو لپاره د لا ډېرو معافیتونو غوښتنه هم وکړي.

فضل الحق فاروقي؛د کورنیو لوبو پر ځای تجارتي لوبو کې لوبیږي

افغان چټک توپ‌ اچوونکی فضل الحق فاروقي د افغانستان د لېسټ اې سیالیو پر ځای دا مهال په انګلستان کې د ګلامورګن کلب لپاره لوبې کوي.

فاروقي چې د روانو لېسټ اې سیالیو لپاره د امو لوبډلې په نوملړ کې شامل و، د کورنیو سیالیو پر ځای انګلستان ته تللی او هلته د ګلامورګن کلب په استازیتوب په لوبو بوخت دی.

دا په داسې حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ د هند غوره لیګ (IPL) کې له بوختو لوبغاړو پرته د ټولو ملي لوبغاړو لپاره په کورنیو لېسټ اې سیالیو کې ګډون اړین او جبري بللی و.

د فاروقي نشتون د یادې تګلارې د عملي کېدو او د ملي لوبغاړو د حضور په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

سي‌بي‌اېس نيوز:امریکا د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

سي‌بي‌اېس نيوز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ د ایران پر ضد د احتمالي نوي پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیوه؛ خو تر څنګ یې ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې وې او تر ماښامه پورې وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو ځینو غړو خپلې رخصتۍ لغوه کړې او دفاعي او استخباراتي چارواکي د بهرنیو اډو لپاره د ځواکونو د چمتووالي لېستونه نوي کوي.

هم‌مهاله، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د حکومتي چارو د وضعیت له امله به د خپل زوی د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي او د یاد ورځې د رخصتۍ پر ځای به بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

د افغان کرکټ بورډ له لورې؛د کندهار د کرکټ په لوبغالي کې رغینزې پروژې پیل شوې

د افغان کرکټ بورډ له لوري د کندهار کرکټ لوبغالي د احاطوي دیوال او پویلین د عصري بیارغونې او رغنیزو چارو رسمي پیل وشو.

دا پروژه د کرکټ بورډ له پراختیایي بودیجې څخه د شاوخوا ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت ترسره کېږي.

د کرکټ بورډ مسؤلین وایي، ټاکل شوې چې د یادې پروژې ټولې چارې په راتلونکو شپږو میاشتو کې بشپړې او د لوبغالي اسانتیاوې لا معیاري شي.

د کندهار کرکټ لوبغالی د هېواد له مهمو او پراخو لوبغالو څخه شمېرل کېږي چې په تېرو کلونو کې یې د کورني کرکټ ګڼو فرسټ کلاس، لیسټ اې او نورې مهمو سیالیو کوربتوب کړی دی.

د یادونې وړ ده چې افغان کرکټ بورډ روان کال کې د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي او نجیب ترکي کرکټ لوبغالي د بیارغونې او پراختیايي پروژې هم پیل کړې دي.

د بورډ په وینا، له دې کارونو موخه دا ده چې د کابل نړیوال سپورټس کمپلیکس ترڅنګ راتلوونکي کې هېواد کې یو بل نړیوال او معیاري لوبغالی هم چمتو شي، څو افغانستان وکولای شي په راتلونکي کې د نړیوالو لوبډلو د سیالیو کوربتوب ترسره کړي.

نړیوال وجهې صندوق:نړیوال اقتصاد د سختو ننګونو او بې‌ثباتۍ له خطر سره مخ شوی

نړیوال وجهي صندوق (IMF) خبرداری ورکړی چې د منځني ختیځ روانو شخړو، د انرژۍ د بیو لوړېدو او دوامدار انفلاسیون د نړۍ اقتصاد له جدي فشار سره مخ کړی دی.

د صندوق په تازه راپور کې ویل شوي چې که جیوپولیټیکي کړکېچونه دوام وکړي، نړیواله اقتصادي وده به نوره هم ورو شي او مالي بازارونه به له بې‌ثباتۍ سره مخامخ شي.

د راپور له مخې، د تېلو او ګازو نړیوالو بیو زیاتوالی د تولید، ترانسپورټ او خوراکي توکو لګښتونه لوړ کړي، چې ورسره په ګڼو هېوادونو کې د ژوند مصارف زیات شوي دي.

اقتصادي شنونکي وایي، د نړۍ مرکزي بانکونه ښايي د انفلاسیون د کنټرول لپاره سودي کچې لوړې وساتي، چې دا کار به پر پانګونې او سوداګرۍ منفي اغېز وکړي.

IMF همداراز خبرداری ورکړی چې پرمختیايي هېوادونه تر ټولو زیات زیان ویني، ځکه د پورونو فشار، د اسعارو کمزوري او د وارداتو لوړې بیې یې اقتصادونه زیانمن کړي دي.

کارپوهان باور لري چې راتلونکې میاشتې به د نړیوال اقتصاد لپاره ډېرې حساسې وي، او هېوادونه باید د انرژۍ، سوداګرۍ او مالي ثبات لپاره ګډ اقدامات وکړي.

بنګله دېش؛د ډونالډ ټرمپ په نوم البینو مېښ د خلکو پام ځانته اړولی

په بنګله دېش کې د لوی اختر له رانږدې کېدو سره د قربانۍ څارویو بازارونه تاوده شوي؛ خو یو ځانګړی البینو مېښ د خپل نوم او بڼې له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی.

دغه ۷۰۰ کیلوګرامه البینو مېښ، چې زرین رنګه وېښتان لري، د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په نوم نومول شوی دی.

د مېښ ۳۷ کلن مالک ضیاالدین وایي، کشر ورور یې د دې د غیر عادي او طلایي وېښتو له امله دغه نوم پرې ایښی دی.

هغه ویلي چې خلک د می میاشتې راهیسې د دې مېښ لیدلو ته ورځي او ګڼ شمېر کسان ورسره عکسونه هم اخلي.

د راپورونو له مخې، دغه مېښ په ورځ کې څلور ځله لمبول کېږي او د قربانۍ بازار کې یې ځانګړی شهرت موندلی دی.

عاصم منیر؛د ایران او امریکا ترمنځ د روانو مذاکراتو په لړ کې تهران ته رسېدلی

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو مذاکراتو د منځګړیتوب هڅو په ترڅ کې تهران ته رسېدلی دی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) ويلي، نوموړی د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني له لوري په رسمي او تود هرکلي بدرګه شو.

د راپورونو له مخې، عاصم منیر به په تهران کې د ایراني مشرانو سره د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو، سیمه‌ییز امنیت، او د منځني ختیځ د ثبات په تړاو مهمې خبرې ترسره کړي.

د پاکستان په منځګړیتوب؛ د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د تړون مسوده چمتو شوې

راپورونه وايي، د پاکستان په هڅو د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د تړون یوه مسوده چمتو شوې او تمه ده چې لنډ وخت کې به اعلان شي.

ویل کیږي، دواړه لوري د پاکستان په منځګړیتوب د یوه داسې چوکاټ پر سر هوکړې ته نږدې شوي چې موخه یې د جګړې او تاوتریخوالي کمول او د اړیکو د بیا پیل زمینې برابرول دي.

د راپورونو له مخې، په مسوده کې د تاوتریخوالي او بریدونو درولو، د بندیزونو د تدریجي کمېدو او د خبرو د دوام په اړه مهم موارد شامل دي، خو تراوسه د ایران د اټومي پروګرام او ځینو امنیتي مسایلو په اړه مهم اختلافات نه دي حل شوي.

له دې پرمختګونو سره سره، لا هم دا کوم رسمي تړون نه یادیږي ځکه دواړو لوریو لا وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان لا هم د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړي په توګه رویبارۍ ته دوام ورکړی، د دواړو لوریو پیغامونه او وړاندیزونه یو بل ته رسوي او د پخلاینې او هوکړې ته د رسېدو لپاره لوړو پوړو پاکستاني چارواکو تهران ته سفرونه پیل کړي.