د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په سهار له خپلې مېرمنې جینټ روبیو سره هند ته سفر وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، روبیو به په دغه څلور ورځني سفر کې له هندي چارواکو سره د انرژۍ امنیت، سوداګریزو اړیکو او دفاعي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي چې د ایران له جګړې او د هرمز تنګي له تړل کېدو وروسته د نړۍ د انرژۍ بحران زیات شوی دی.
مارکو روبیو ویلي، امریکا چمتو ده چې هره اندازه انرژي په هند وپلوري.
هند چې د خپلې انرژۍ تر ۸۰ سلنې ډېره برخه واردوي، هڅه کوي د نفتو، مایع طبیعي ګاز او نورو انرژۍ توکو واردات زیات کړي.
امریکايي چارواکي هیله لري چې هند به د انرژۍ د کمښت یوه برخه له امریکا پوره کړي، خو کارپوهان وایي د امریکا څخه هند ته د انرژۍ لېږد اوږد او لګښتناک مسیر لري.
بل لور ته، هندي شنونکي وایي چې د انرژۍ امنیت به د روبیو د سفر اصلي موضوع وي او هند ښايي د روسیې د نفتو د پېرلو لپاره د لا ډېرو معافیتونو غوښتنه هم وکړي.

