په بنګله دېش کې د لوی اختر له رانږدې کېدو سره د قربانۍ څارویو بازارونه تاوده شوي؛ خو یو ځانګړی البینو مېښ د خپل نوم او بڼې له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
دغه ۷۰۰ کیلوګرامه البینو مېښ، چې زرین رنګه وېښتان لري، د امریکا د ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په نوم نومول شوی دی.
د مېښ ۳۷ کلن مالک ضیاالدین وایي، کشر ورور یې د دې د غیر عادي او طلایي وېښتو له امله دغه نوم پرې ایښی دی.
هغه ویلي چې خلک د می میاشتې راهیسې د دې مېښ لیدلو ته ورځي او ګڼ شمېر کسان ورسره عکسونه هم اخلي.
د راپورونو له مخې، دغه مېښ په ورځ کې څلور ځله لمبول کېږي او د قربانۍ بازار کې یې ځانګړی شهرت موندلی دی.

