شنبه, مې 23, 2026
Homeکورپاڼهسي‌بي‌اېس نيوز:امریکا د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

سي‌بي‌اېس نيوز:امریکا د ایران پر ضد د احتمالي بریدونو لپاره چمتووالی نیسي

سي‌بي‌اېس نيوز د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د جمعې په ورځ د ایران پر ضد د احتمالي نوي پوځي بریدونو لپاره چمتووالی نیوه؛ خو تر څنګ یې ډیپلوماتیکې هڅې هم روانې وې او تر ماښامه پورې وروستۍ پرېکړه نه وه شوې.

د راپور له مخې، د امریکا د پوځ او استخباراتي ادارو ځینو غړو خپلې رخصتۍ لغوه کړې او دفاعي او استخباراتي چارواکي د بهرنیو اډو لپاره د ځواکونو د چمتووالي لېستونه نوي کوي.

هم‌مهاله، ډونالډ ټرمپ ویلي چې د حکومتي چارو د وضعیت له امله به د خپل زوی د واده په مراسمو کې ګډون ونه کړي او د یاد ورځې د رخصتۍ پر ځای به بېرته سپینې ماڼۍ ته ستون شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here