د وروستیو راپورونو له مخې د بنګله دېش پر وړاندې د پاکستان د پرله پسې ناکامیو او وروستۍ ماتې وروسته د شان مسعود د ټېسټ لوبډلمشرۍ راتلوونکی له جدي پوښتنو سره مخ شوی.
امکان شته چې نوموړی له دندې لرې یا استعفا ته اړ شي، او ویل کېږي چې په دغه صورت کې به سلمان علي اغا د نوي لوبډلمشر په توګه وټاکل شي.
راپورونه، وایي د بنګلهدېش پر وړاندې د وروستۍ ټېسټ لوبې پر مهال د لوبغاړو او شان مسعود ترمنځ اړیکې کمزورې شوې وې.
همداراز د لوبډلې له راستنېدو وروسته مسعود له خپلو ډېری ملګرو لوبغاړو سره خبرې نه دي کړي چې زیات وخت یې له خپلې کورنۍ سره تېر کړی دی.
د پاکستان د ټېسټ لوبډلې مسلسل ناکامیو؛ په ځانګړې توګه د بنګله دېش پر وړاندې د ماتو لړۍ د شان مسعود پر لوبډلمشرۍ نیوکې زیاتې کړې دي، له همدې امله سلمان علي اغا د احتمالي نوي لوبډلمشر په توګه تر ټولو مخکښ او مناسب نوماند ګڼل کېږي.

