جمعه, اگست 7, 2026
Homeسیاستایران: له پاکستان او ترکیې سره دفاعي تړون سعودي ته امنیت نه...

ایران: له پاکستان او ترکیې سره دفاعي تړون سعودي ته امنیت نه شي راوستلی

د ایران د پارلمان غړي او د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمېسیون غړي ابراهیم رضايي ویلي، د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ وروستی دفاعي تړون به ریاض ته امنیت ور نه کړي.

رضايي په خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، سعودي باید پوه شي چې له ترکیې او پاکستان سره «کاغذي تړون» ورته امنیت نه شي تضمینولای، لکه څنګه چې د هغه په وینا، له امریکا سره د کلونو نږدې اړیکو هم ورته امنیت رانه ووړ.

هغه له سعودي عربستان غوښتي چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او ویلي یې دي، که ریاض خپلې تګلارې اصلاح کړي، نو له نورو هېوادونو د امنیت غوښتلو ته به اړ نه وي.

نوموړي دا څرګندونې د سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ د ګډې دفاع او پوځي همکاریو د تړون د لاسلیک په غبرګون کې کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here