سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeافغانستانفایق: طالبان د افغانستان د ټولو خلکو یوازني استازي نه دي

فایق: طالبان د افغانستان د ټولو خلکو یوازني استازي نه دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ویلي، طالبان د افغانستان یواینی سیاسي لوری نه دی او یوازې د ټول افغان ولس د تنوع او غوښتنو استازیتوب نه شي کولی.

فایق همداراز زیاته کړې چې افغان ښځې باید یوازې د قربانیانو په توګه ونه کتل شي، بلکې هغوی د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې مهمې شریکې او مشرانې دي.

فایق دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې د «افغانستان کې ښځې، سوله، عدالت او ملي پخلاینه» تر عنوان لاندې د لوړې کچې غونډې پر مهال کړې دي.

هغه ټینګار کړی چې د ښځو ګډون باید مستقیم، مانا لرونکی او د افغانستان د اصلي سیاسي بهیر برخه وي او ویلي یې دي چې که د ټولنې نیمایي برخه له سیاسي بهیر لېرې پاتې شي، باوري ملي پخلاینه او تلپاتې سوله نه شي رامنځته کېدی.

فایق ټینګار کړی چې د سولې لپاره عدالت او حساب‌ورکونه مهم دي او د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو له خوا وټاکل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here