سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا- ایران د احتمالي خبرو له امله د تېلو بیې لوړې...

د امریکا- ایران د احتمالي خبرو له امله د تېلو بیې لوړې شوې

د امریکا او ایران ترمنځ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال د احتمالي ډیپلوماتیکو خبرو تمې د تېلو پر بازار اغېز کړی او د خام تېلو بیې لږې لوړې شوې دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د برېنټ خامو تېلو د نومبر قرارداد ۲۲ سېنټه لوړ شوی او یو بېرل یې ۱۰۰.۵۷ ډالرو ته رسېدلی دی.

همداراز د امریکا د لویدیځ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) د اکتوبر قرارداد چې د پای ته رسېدو په حال کې دی، ۲ سېنټه زیات شوی او یو بېرل یې ۹۵.۸۰ ډالرو ته رسېدلی دی.

د لویدیځ ټکساس انټرمیډیټ د نومبر قرارداد چې ډېرې معاملې پرې کېږي، هم ۱۳ سېنټه لوړ شوی او یو بېرل یې ۹۲.۴۹ ډالرو ته رسېدلی دی.

د بازار څارونکي وايي، پانګه‌وال د امریکا او ایران ترمنځ د اړیکو او احتمالي خبرو پرمختګونه څاري، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول بدلون د انرژۍ پر نړیوال بازار اغېز کولی شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here