د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي چې د دغه هېواد د هوايي شرکتونو نړیوالې الوتنې به د اکتوبر له پیله هم د پخوا په څېر دوام وکړي.
د ایران خبري اژانس ایسنا د دغې ادارې د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې تر اوسه د ایراني هوايي شرکتونو هېڅ بهرنی پرواز لغوه شوی نه دی او ټولې الوتنې د ټاکل شوي مهالویش له مخې روانې دي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي و، واشنګټن ښايي ایراني هوايي شرکتونه له نړیوالو سفرونو محدود کړي او پر هغو بهرنیو شرکتونو ثانوي بندیزونه ولګوي چې له ایراني شرکتونو سره همکاري کوي.
د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویلي، که د الوتنو په مهالویش کې بدلون راشي، مسافر به له مخکې خبر شي، خو تر اوسه د نړیوالو الوتنو د درولو کومه پرېکړه نه ده شوې.

