د امریکا سناتور کریس وان هالن له اروپايي هېوادونو او د نړیوالې جنایي محکمې (ICC) له نورو غړو هېوادونو غوښتي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پر ضد بندیزونه ولګوي.
وان هالن ویلي، د امریکا مشران د نړیوالې جنایي محکمې د جګړهییزو جرمونو د څېړنو د مخنیوي هڅه کوي او د محکمې د کمزوري کولو لپاره اقدام کوي.
نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې د نړیوالې جنایي محکمې غړي هېوادونه باید د ټرمپ او روبیو پر وړاندې اقدام وکړي، ځکه د هغه په وینا دوی د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو اړوند د جګړهییزو جرمونو د ادعاوو د څېړنو خنډ کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې سپینه ماڼۍ د نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې د مالي محدودیتونو د لګولو په اړه د پراخو اقداماتو طرحه چمتو کوي.

