پاکستان او سعودي عربستان د ډیپلوماټیکو رسمي او ځانګړو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د اړتیا د ختمولو هوکړه لاسلیک کړې ده.
دغه هوکړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې په څنډه کې په نیویارک ښار کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان ترمنځ لاسلیک شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، دغه پرېکړه به د دواړو هېوادونو ترمنځ رسمي تعاملات، لوړپوړي سفرونه او اداري اړیکې اسانه کړي.
د هوکړې له مخې، یوازې د ډیپلوماټیکو او رسمي/ځانګړو پاسپورټونو لرونکي کسان به له ویزې معاف وي او د عادي پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزې شرط به پر خپل ځای پاتې وي.

