سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeسیاستروبیو: امریکا له ایران سره د ملګرو ملتونو په غونډه کې لیدنې...

روبیو: امریکا له ایران سره د ملګرو ملتونو په غونډه کې لیدنې ته چمتو ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر مهال له ایران سره د احتمالي لیدنې لپاره چمتو دی.

روبیو له اېن‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، که داسې یوه لیدنه د مثبتو پایلو لامل کېدای شي او د دواړو هېوادونو د اختلافاتو د حل لپاره زمینه برابره کړي، امریکا به یې هرکلی وکړي.

هغه ویلي چې تر اوسه د داسې یوې غونډې لپاره کومه رسمي طرحه نه ده جوړه شوې، خو واشنګټن د دې احتمال پر وړاندې چمتو دی.

روبیو ټینګار کړی چې د امریکا اساسي موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here