د امریکا د ویرجینیا ایالت دیموکرات سناتور مارک وارنر د ایران د روانې جګړې له امله د امریکا پر کورنیو د اقتصادي فشار له امله د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر حکومت نیوکه کړې ده.
وارنر په یوه څرګندونه کې ویلي، ټرمپ مخکې ویلي وو چې له ایران سره به جګړه شپږ اوونۍ دوام وکړي، خو د هغه په وینا له شپږو میاشتو ډېر وخت تېر شوی او جګړه لا هم روانه ده.
نوموړي ادعا کړې چې د جګړې له امله امریکايي کورنیو د تېلو او ډیزلو لپاره شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالر اضافي لګښت کړی او لږ تر لږه ۶۰ میلیارده ډالر نور یې د خوراکي توکو او کورونو د پورونو په څېر اساسي اړتیاوو لپاره ورکړي دي.
وارنر ویلي، د جګړې دوام د امریکا پر اقتصاد او د خلکو پر ورځنیو لګښتونو اغېز کړی دی.

