د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، خو د روان کال د سپټمبر تر نیمايي پورې د بشري مرستو د پلان یوازې ۳۱ سلنه بودجه برابره شوې ده.
اوچا په یوه څرګندونه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۸۱مې غونډې پر مهال د افغانستان غوښتنه دا ده چې د بشري مرستو د دوام لپاره پر وخت او انعطاف منونکي مالي ملاتړ برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې د بشري مرستو سازمانونو خبرداری ورکړی چې د کافي تمویل نشتوالی به بشري وضعیت لا پسې خراب کړي او د اړمنو خلکو د مرستو بهیر به له ستونزو سره مخ کړي.

