سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeسیمهایران: که امریکا پوځي فشارونه کم کړي، هرمز تنګی پرانیزو

ایران: که امریکا پوځي فشارونه کم کړي، هرمز تنګی پرانیزو

یو لوړپوړي ایراني چارواکي ویلي، که امریکا پر ایران پوځي فشارونه کم کړي او د دغه هېواد پر بندرونو لګول شوې محاصره پای ته ورسوي، تهران چمتو دی چې د هرمز تنګی په اوو ورځو کې بېرته پرانیزي.

د رویټرز او جاپان د کیودو خبري اژانس د راپورونو له مخې، دغه وړاندیز د منځګړو له لارې امریکا ته رسول شوی او موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره زمینه برابرول دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د امریکا لپاره یو فرصت دی چې ډیپلوماسۍ ته بېرته وګرځي او که واشنګټن عملي ګامونه پورته کړي، تهران به د خبرو د بیا پیل هرکلی وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here