سه شنبه, جنوري 20, 2026
Homeافغانستانفضلي:مونږ ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوو، چې هغوی د ټوپکسالارۍ...

فضلي:مونږ ځکه د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ کوو، چې هغوی د ټوپکسالارۍ پر وړاندې مبارزه کوي

تېر جمهوري نظام کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي وایي، د سیاسي کرښو او واضحو افکارو په رڼا کې د ټولو هغو مترقي غورځنګونو ملاتړ کوي، چې د افغان وطن د عزت، آزادۍ او ثبات لپاره په میړانه ولاړ دي.

فضلي زیاته کړې، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ له همدې امله د دوی ملاتړ ترلاسه کړی چې د هر ډول ټوپکسالارۍ پر وړاندې چې مذهبي افراطیان وي، طالب، داعش، او که غیرمذهبي افراطیان وي؛ مبارزه کوي.

د فضلي په خبره، دا ډول خلک د پاکستاني ادارو فکري ګوډاګیان او د افغانستان د ملي ګټو مخالفین دي چې دوی یې په هیڅ صورت په خپل مسیر کې نه مني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here