د اوو سترو صنعتي هېوادونو ډلې (G7) د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران غوښتي چې په یمن کې د حوثي ځواکونو پوځي ملاتړ پای ته ورسوي.
د جي-۷ وزیرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې له غونډې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ایران پوځي ملاتړ د کړکېچ د زیاتېدو سبب کېږي او نړیوال تجارت او ثبات له خطر سره مخ کوي.
دوی په یمن او د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو وروستي بریدونه غندلي او له دې ډلې یې غوښتي چې سمدستي پوځي اقدامات، د ملکي بېړیو پر وړاندې ګواښونه او بریدونه ودروي او سیاسي خبرو اترو ته بېرته وګرځي.
په خبرپاڼه کې د بریټانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار کړی چې د سیمې ثبات او د نړیوالو سوداګریزو لارو امنیت باید خوندي شي.

