د حوثیانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې د سعودي عربستان په هوايي بریدونو کې د یمن د بندري ښار مخا کې لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د دغو رسنیو په وینا، په وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه ښځه هم شامل ديراو په بریدونو کې اته نور کسان ټپیان شوي دي.
تر اوسه د سعودي عربستان له لوري د دغو بریدونو او د ملکي تلفاتو په اړه جزییات یا رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.

