د بریټانیا لومړي وزیر انډي برنهام ویلي، هېواد یې د سعودي عربستان هغه غوښتنه منلې چې د دفاعي عملیاتو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د رویټرز د راپور له مخې، بریټانیا به سعودي عربستان ته د هوايي عملیاتو لپاره د سونتوکو د هوايي رسونې (Air-to-Air Refuelling) خدمتونه برابر کړي، څو د سعودي الوتکو د عملیاتو ملاتړ وشي.
برنهام ویلي، دغه پرېکړه یې د بریټانیا د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو له سلا وروسته کړې ده.
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې د امنیتي ترینګلتیاوو او د یمن د حوثيانو د بریدونو له امله د سعودي عربستان پر امنیتي وضعیت اندېښنې زیاتې شوې دي.
بریټانیا ویلي چې دغه ملاتړ دفاعي بڼه لري او هدف یې د سعودي د دفاعي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

