دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeکورپاڼهرویټرز:امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د...

رویټرز:امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي

رویټرز خبر ورکړی، چې قطر او امریکا اوس مهال په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د تړلو په اړه خبرې کوي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطر د امریکا په غوښتنه د حماس له مشرانو غوښتي چې له دغه هېواد څخه ووځي.

راپور کې راغلي، دا غوښتنه وروسته تر هغې شوې، چې حماس غزه کې د اوربند او یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وروستۍ طرحې ته د رد ځواب ورکړی دی.

سرچینه زیاتوي، امریکا په قطر او ټولو متحدینو غږ کړی، چې تر دې وروسته د حماس مشرانو ته ځای ورنکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here