د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین پر نیولو اندېښنه څرګنده کړې.
دغو دوو بنسټونو ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د طالبانو لهخوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.
دغې بنسټونو د حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د غزني ځایي سرچینو ویلي، چې د طالبانو حکومت استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین په خپل دفتر کې نېولی.

