د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په دایکندي کې یو لوی زړه بوږنونکی جنایت ترسره شوی.
ښاغلي اتمر په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا پېښه خورا ټکانورکوونکې ده چې زمونږ د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې د کرکې لامل شوې ده.
هغه ویلي، چې بې ګناه قربانیان د خپلو زائر خپلوانو د لیدنې هرکلي په حال کې وو چې له بې رحمه ترهګرۍ او وینې تویونې سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړې، چې موږ دا نه بخښونکی جنایت په کلکو ټکو غندو او د نړیوالې جنایي محکمې په ګډون د نړیوالو بنسټونو له خوا په قطعي ډول د بې طرفه څېړنې او محاکمې غوښتنه کوو.
اتمر دغه راز ویلي، چې د هېواد اوسني حاکمان باید د هېوادوالو د امنیت، حقونو او مذهبي ازادۍ د ټينګښت په برخه کې خپل مسوولیت په جدي ډول پر غاړه واخلي او ځوابویونکي دې اوسي.

