یکشنبه, مې 31, 2026
Home Blog Page 82

حامد کرزی:ملالۍ بشیر ته د ازادي راډیو د مسوولې مدیرې په توګه د نوې دندې مبارکي وایم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي ازادي راډیو کې د ملالۍ بشیر د ټاکل کېدو هرکلی کړی او هغې ته یې د آزادي راډیو د مسؤلې مدیرې په توګه د نوې دندې مبارکي ویلې ده.

کرزي ویلي چې دا یو د خوښۍ ځای دی چې یوه افغانه ښځه د لومړي ځل لپاره د ازادي راډیو مشري ترلاسه کوي.

د هغه په وینا، دا انتخاب د افغان ښځو او نجونو د وړتیا او شایستګۍ څرګندونه کوي او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره هیله بښونکی ګام دی.

د امریکا د جګړې وزارت:له افغانستانه د وتلو بهیر ارزونه کې د ۹ میلیونه اسنادو څېړنه روانه ده

0

د امریکا د جګړې وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې هغه ځانګړی پلاوی چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو بهیر ارزوي، د مهمو مرکو پړاو بشپړ کړی دی.

د دې پلاوي مشر ویلي چې دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ په امر پیل شوې، څو د افغانستان د جګړې او وتلو بهیر هر اړخیزه څېړنه وشي.

د چارواکو په وینا، له هغو ملکي او پوځي مشرانو سره مرکې شوې چې د وتلو په پلان او عملي کولو کې یې رول درلود.

پنټاګون همدارنګه ویلي چې شاوخوا ۹ میلیونه اسناد ارزول شوي دي.

د پنټاګون په وینا، د دې ارزونې هدف دا دی چې د پرېکړو په بهیر کې نیمګړتیاوې وپېژندل شي او په راتلونکې کې له ورته ستونزو مخنیوی وشي.

ډونالډ ټرمپ:د لبنان او اسرائیل اوربند ښايي تاریخي بدلونونو ته لاره هواره کړي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوربند له پیل څو ساعته وروسته په تروت سوشیال کې لیکلي چې: «نن ورځ کولی شي د لبنان لپاره تاریخي ورځ وي، ځکه ښه بدلونونه روان دي.»

ټرمپ تر دې مخکې هم هیله څرګنده کړې وه چې حزب‌الله به په دې حساس پړاو کې سم او مسؤلانه چلند وکړي.

هغه ویلي وو، که دغه ډله مثبت ګام واخلي، دا به د هغوی لپاره یو مهم فرصت وي او زیاته کړې یې وه: «نور بس دی، جګړه باید پای ته ورسېږي او سوله ټینګه شي.»

بل لور ته، د حزب‌الله یوه لوړپوړي چارواکي له اېن‌بي‌سي سره په خبرو کې ویلي، چې د لبنان او اسرائیل ترمنځ اوربند یو عاجل او اړین ګام دی او دا د ټولو ګډه غوښتنه ده؛ خو نوموړي ټینګار کړی چې دا ډله به یوازې هغه مهال د وسلو پرېښودو ته غاړه کېږدي، چې دا بهیر د لبنان د پراخ ملي امنیتي چوکاټ په رڼا کې ترسره شي.

هغه همداراز ویلي، تر هغه چې اسرائیل خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او د لبنان حکومت د هغوی د مخنیوي توان ونه لري، خلک به د ځان د دفاع حق کاروي.

دغه چارواکي خبرداری ورکړی چې که اوربند مات شي، حزب‌الله به بېرته جګړې ته ستون شي او د هر ډول حایلي سیمې جوړول یې د لبنان د حاکمیت ښکاره نقض او اشغال بللی، او د اسرائیلي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه یې کړې ده.

د طالبانو حکومت:د روان کال تر پای به د ټاپي پروژه هرات ته ورسېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رییس شفیع اعظم وایي، د ټاپي (TAPI) پروژې د عملي کارونو پرمختګ دوام لري او ټاکل شوې چې د روان کال تر پایه یې برخه تر هرات ولایت پورې ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ په برخه کې د ګازو کارول د برېښنا په پرتله ارزانه تمامیږي او کولی شي د لګښتونو کچه له ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې راټیټه کړي.

د هغه په وینا، که هر کال شاوخوا یو میلیارد متر مکعب ګاز هرات ته انتقال شي، نو دا به د نږدې ۹۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اقتصادي سپما رامنځته کړي.

شفیع اعظم همداراز ویلي، چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې د اقتصادي ودې ترڅنګ شاوخوا ۲ زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي، چې دا به د خلکو پر ژوند او سیمه‌ییز اقتصاد مثبت اغېز ولري.

د طالبانو حکومت کې یوه امنیتي سرچینه:ملا معتصم اغا جان نه دی نیول شوی

د طالبانو حکومت کې یوې باوري امنیتي سرچینې حماسه میډیا ته د ملا معتصم اغاجان د نیولو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، چې د هغه د نېول کېدو خبرونه ناسم او بې‌بنسټه دي.

د دغو سرچینو په وینا، نوموړی نه دی نیول شوی او په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي.

سرچینې ټینګار کوي، هغه ادعاوې چې ګواکې معتصم اغاجان د دیني علماوو د یوه ګډ پلاتفورم د جوړولو یا شخصي پانګونو له امله نیول شوی، حقیقت نه لري او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ خپرې شوې دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ یو شمېر رسنیو د ملا معتصم اغاجان د نېولو خبرونو خپاره کړي وه.

ضمیر کابلوف:روسیه د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د څلور اړخیزې منځګړیتوب طرحه ارزوي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل لپاره د چین په ګډون د څلور اړخیزې منځګړیتوب طرحه ارزوي، خو دا کار یوازې د دواړو لورو د رسمي غوښتنې په صورت کې ممکن دی.

هغه ویلي چې تر اوسه هېڅ لوري رسمي غوښتنه نه ده کړې او د چین په ارومچي کې تر دې مخکې شوې خبرې هم بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اختلافات لا هم پر امنیتي مسایلو او د تحریک طالبان پاکستان پر موضوع روان دي، چې د مذاکراتو د پرمختګ مخه یې نیولې ده.

اسراییل ۱۲ چینل:امریکا، ایران ته د ۲۵۰میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستې وړاندیز کړی

0

د اسرائیل ۱۲ چینل راپور ورکړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ روانو مذاکراتو کې نسبي پرمختګ شوی او دواړه لوري د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه بحثونه پرمخ وړي.

د راپور له مخې، امریکا چمتو ده چې د ۲۵۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د اقتصادي مرستو یو صندوق جوړ کړي، خو د ایران حکومت دا اندازه کافي نه ګڼي او د زیاتو امتیازاتو غوښتنه کوي.

راپور زیاتوي چې واشنګټن په اصولي توګه د ایران د ملکي اټومي پروګرام حق منلی، خو په بدل کې یې غوښتنه کړې چې شاوخوا ۴۴۰ کیلوګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم له ایران څخه بهر، امریکا یا کوم اروپایي هېواد ته ولېږدول شي.

په مقابل کې، تهران وړاندیز کړی چې د یادو اټومي موادو د رقیق کولو بهیر دې د هېواد دننه ترسره شي.

د اوکراین پر درې ښارونو؛د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې ۱۷ کسان وژل شوي

0

اوکراین پر کییف، اودیسا او دنیپرو ښارونو د روسیې په توغندیزو او ډرون بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او لسګونه ټپیان دي، چې یو ماشوم هم پکې شامل دی.

بریدونه د شپې شوي او استوګنیزې ودانۍ او ملکي تاسیسات یې زیانمن کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولایمیر زلنسکي ویلي چې روسیه د نړیوال فشار پر وړاندې نه ده درېدلې او باید نور فشار پرې زیات شي.

روسي لوري بیا ادعا کړې چې دوی د اوکراین پوځي او انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.

د پاکستان د پوځ مشر؛عاصم منیر د ایران د پارلمان له رییس محمد باقر قالیباف سره کتلي

0

د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر چې ایران ته تللی، نن یې د ایران د پارلمان له رئیس محمدباقر قالیباف سره لیدنه کړې.

له دې مخکې، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې د عاصم منیر تهران ته سفر ښايي له امریکا سره په ځینو برخو کې د اختلافاتو په کمېدو کې مرسته وکړي.

طاهر اندرابي، د طالبانو حکومت ته:پاکستان ستاسو د ژمنو د عملي کېدو په تمه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، طاهر اندرابي ویلي، چې هېواد یې د افغانستان له لوري د امنیتي او سیاسي ژمنو د عملي کېدو لپاره لا هم د باوري تضمینونو په تمه دی.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی، چې د چین په اورومچي ښار کې یې د افغان طالبانو له استازو سره مهمې خبرې کړې وې، خپل سفر پای ته رسولی او بېرته اسلام‌اباد ته ستون شوی دی.

د نوموړي په وینا، دغه خبرې د دواړو لورو ترمنځ د اعتماد جوړونې او سیمه‌ییز ثبات لپاره مهمې بلل کېږي، خو پاکستان ټینګار کوي چې یوازې ژمنې بسنه نه کوي، بلکې عملي او تاییدېدونکي ګامونه ضروري دي.