د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له خپل لوړپوړي پلاوي سره سویس ته رسېدلي دي، څو د «اسلامآباد د تفاهملیک» د عملي کولو په اړه په لوړه کچه خبرو اترو کې ګډون وکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر دفتر خبر ورکړی چې غونډه نن د جون ۲۱مه د سویس په بورګنسټاک کې ترسره کېږي او موخه یې د اسلامآباد د تفاهملیک د پلي کېدو څرنګوالي ارزول او د اړوندو موضوعاتو په اړه بحث کول دي.
شهباز شریف او عاصم منیر به په دې غونډه کې د پاکستان د استازو په توګه ګډون وکړي او له نورو ګډونوالو سره به د سولې، امنیت او سیمهییزو همکاریو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.
د پاکستان حکومت دغه سفر د سولې او ډیپلوماسۍ د هڅو یوه برخه بللې او ویلي یې دي چې اسلامآباد د تفاهملیک د عملي کولو او د خبرو اترو له لارې د ستونزو د حل ملاتړ کوي.
دا غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران د خبرو او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه د سویس د منځګړیتوب رول هم د پام وړ زیات شوی دی.

