یکشنبه, جون 21, 2026
Homeکورپاڼهالعربيه:په بورګن‌اشتوک کې دوه‌اړخیزې او درې‌اړخیزې خبرې پیل شوې

العربيه:په بورګن‌اشتوک کې دوه‌اړخیزې او درې‌اړخیزې خبرې پیل شوې

العربیه ويلي، چې د سویس په بورګن‌اشتوک سیمه کې د لومړۍ رسمي غونډې له پیل مخکې دوه‌اړخیزې او درې‌اړخیزې خبرې اترې پیل شوې دي.

راپورونه وایي چې دا لیدنې او سلا مشورې د رسمي مذاکراتو د اجنډا او مهمو موضوعاتو د همغږۍ په موخه ترسره کېږي.

ایراني رسنیو هم خبر ورکړی چې د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ رسمي غونډه به نن له غرمې وروسته جوړه شي.

تمه کېږي چې په دغو مذاکراتو کې د دواړو خواوو ترمنځ د شویو تفاهمونو د عملي کېدو، سیمه‌ییزو امنیتي موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه بحثونه وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here