هندۍ سیاحت کوونکې انکیتا کمار ویلي چې د افغانستان د ۱۲ ورځني سفر پر مهال یې د افغانو نجونو له غوښتنو او ستونزو سره له نږدې آشنایي ترلاسه کړې ده.
د ټریبیون انډیا د راپور له مخې، نوموړې د مې له ۱۱مې تر ۲۳مې نېټې پورې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته سفر کړی، له خلکو سره یې لیدلي او د ځینو امنیتي پوستو له سیمو هم تېره شوې ده.
انکیتا کمار ویلي چې تر دې وړاندې یې څو ځله افغانستان ته د سفر هڅه کړې وه، خو ویزه یې نه وه منل شوې، وروسته یې د تاجکستان له لارې افغانستان ته د داخلېدو لاره غوره کړه.
هغه زیاتوي چې د سفر پر مهال یې له بېلابېلو خلکو او ښځو سره لیدلي او هغوی ورته ویلي چې افغانې نجونې د تعلیم، کار او ازادۍ غوښتونکې دي.
نوموړې ويلي چې که څه هم د افغانستان په اړه نړیوال انځور د ناامنۍ دی، خو هغې ځان خوندي احساس کړی او د خلکو له مېلمهپالنې یې هم یادونه کړې ده.
انکیتا کمار ویلي چې د سفر جزئیات یې یوازې د کورنۍ يو نږدې غړي ته معلوم وو او خپل والدین یې خبر کړي وو چې تاجکستان ته تللې ده.

