د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو عمومي ریاست ویلي چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې لس تنه د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیولي دي.
د یاد ریاست ویاند عابدالله فاروقي ویلي چې دغه کسان د تېرې یوې اوونۍ په جریان کې د سرحدي ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
نوموړي د نیول شویو کسانو د اسنادو د ډول او د هغوی د هویت په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې امنیتي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې د غیرقانوني اسنادو په کارولو له هېواده بهر سفر وکړي.
د سرحدي پولیسو په وینا، د هوايي ډګرونو او سرحدي دروازو د څارنې بهیر روان دی او د جعلي اسنادو د کارولو د مخنیوي لپاره امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي دي.
تر دې وړاندې هم د روانې میاشتې په لومړیو اوونیو کې ورته پېښې ثبت شوې وې، چې څو کسان د جعلي اسنادو د کارولو په تور نیول شوي وو.

