یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 81

شنونکي:د ځیرکو ټیلفونونو بندیز به افغانستان له نړۍ او عصري خدمتونو نور هم لرې کړي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت الله ته د منسوب حکم له لوري د ځیرکو ټیلفونونو د کارولو د منع کولو راپورونو په اړه شنونکي وایي، دا ډول پرېکړې به افغانستان د ټېکنالوژۍ، اقتصادي ودې او عصري خدماتو څخه لا پسې شاته کړي.

د چارو پوهان وايي چې په اوسني عصر کې ځیرک ټیلفون یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د بانکي خدمتونو، زده کړو، روغتیايي اسانتیاوو، سوداګرۍ، ترانسپورټ، دولتي خدمتونو او ورځنیو چارو یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې ده.

د دوی په وینا، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د خلکو د ژوند لویه برخه د ګرځنده اپلېکېشنونو او ډیجیټلي خدمتونو له لارې پر مخ ځي.

شنونکي زیاتوي چې د ټېکنالوژۍ د محدودولو پر ځای باید د هغې د سمې استفادې لپاره چوکاټونه رامنځته شي.

د دوی په باور، د ځیرکو ټیلفونونو بشپړ بندیز نه یوازې د خلکو ورځني ژوند له ستونزو سره مخ کوي، بلکې د افغانستان د ځوانانو، سوداګرو او زده‌کوونکو لپاره به د معلوماتو او فرصتونو دروازې هم تنګې کړي.

دوی استدلال کوي چې نن سبا له بانکي حسابونو او پیسو لېږد را لېږد نیولې، د اسنادو تصدیق، انلاین زده‌کړې، روغتیايي مشورې، پېر او پلور، ټکسي خدمتونه او لسګونه نورې چارې د ځیرکو ټیلفونونو له لارې ترسره کېږي.

له همدې امله، د دغې ټېکنالوژۍ محدودول به د خلکو پر اقتصادي او ټولنیز ژوند مستقیم منفي اغېز ولري.

د شنونکو په وینا، افغانستان چې لا هم د ډیجیټلي پرمختګ په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دی، اړتیا لري چې د نړۍ له روانو ټېکنالوژیکو بدلونونو سره ځان عیار کړي، نه دا چې له هغو څخه نور هم واټن واخلي. دوی خبرداری ورکوي چې دا ډول محدودیتونه کولی شي هېواد د سیمې او نړۍ له پرمختګونو څخه لا زیات منزوي او وروسته پاتې کړي.

نصیراحمد فایق:افغان استازي پاکستان د طالبانو په ملاتړ او د سیمې د ناامنۍ په پراخولو تورن کړ

‏په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصير احمد فايق د امنیت شورا په غونډه کې د پاکستان د استازي څرګندونې په کلکه رد کړې او ویې ویل چې د طالبانو او نورو نیابتي ډلو ملاتړ د سیمې امنیت ته جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې اندېښنې د تروریزم، افراطیت او بې‌ثباتۍ په اړه پر حقایقو ولاړې دي.

هغه وویل چې افغانستان د کلونو راهیسې د ترهګرو ډلو له فعالیتونو زیانمن شوی او د دغو ډلو ملاتړ نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه له امنیتي خطرونو سره مخ کړې ده.

د هغه په وینا، د افغانستان د بې‌ثباته کولو په پایله کې خپله پاکستان هم اغېزمن شوی او اوس له امنیتي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

افغان استازي همداراز وویل چې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) په څېر ډلو پر وړاندې مبارزه باید د تورونو پر ځای د ګډ مسؤلیت، حساب ورکونې او رښتینې همکارۍ له لارې ترسره شي.

فایق زیاته کړه چې د سیمې د ستونزو حل په هوايي بریدونو، فشارونو او متقابلو تورونو کې نه، بلکې په متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او صادقانه تعامل کې نغښتی دی.

نصیر احمد فایق په پای کې د افغانستان د سولې، ثبات او سیمه‌ییزې همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار وکړ او له ټولو لورو یې وغوښتل چې د دوامدارې سولې لپاره رغنده او مسؤلانه چلند غوره کړي.

ټرمپ، نتنياهو ته:د ایران شخړه مه پراخوه، که نه یوازې به پاتې شې

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که د ایران او اسراییلو ترمنځ روان کړکېچ لا پسې پراخ شي، امکان لري اسراییل د واشنګټن له بشپړ سیاسي او پوځي ملاتړ څخه بې‌برخې شي.

د نوموړي په وینا، اسراییلي چارواکو د ایران پر ضد د خپلو عملیاتو له پیل څخه یوازې لږ وخت مخکې امریکا په جریان کې کړې وه او هغه مهال یې ډاډ ورکړی و چې دغه عملیات به محدود وي.

ټرمپ زیاته کړې چې د منځني ختیځ د څو هېوادونو استازو ترې غوښتنه کړې وه څو د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره پر اسراییلو خپل نفوذ وکاروي.

هغه ویلي چې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته یې خبرداری ورکړی او ورته ویلي یې دي چې د شخړې د پراخېدو په صورت کې ښايي اسراییل په سیمه کې یوازې پاتې شي.

بل لور ته، ټرمپ څرګنده کړې چې د ایران استازو له امریکايي چارواکو سره اړیکه نیولې او پیغام یې ورکړی چې که اسراییل خپل بریدونه ودروي، تهران هم چمتو دی خپل پوځي غبرګون پای ته ورسوي.

هند:د افغانستان د ثبات ملاتړ ته دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د هند استازي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ له هڅو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

نوموړي د افغانستان پر سوداګرۍ د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د سوداګریزو لارو تړل او تجارت د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کارول د سیمې پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند منفي اغېزې لري.

د هند استازي وویل چې نوي ډیلي د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د بیارغونې ګڼې پروژې پلې کړې او د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ یې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره کار کړی دی.

هغه زیاته کړه چې هند د روغتیا په برخه کې د درملو او واکسینونو مرستې کړې او په کابل، هرات، پکتیا، خوست او پکتیکا کې یې د روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ملاتړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، هند ګڼ شمېر افغان سوداګرو ته ویزې هم ورکړې دي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي.

د هند استازي د افغانستان دننه د پاکستان هوايي بریدونه هم وغندل او ویې ویل چې دا ډول اقدامات د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې او بشري ستونزو د زیاتېدو سبب شوي دي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو درناوی وکړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

سلیم صافی: د هند پر وړاندې ۶ وېکټې اخیستل راته ویاړ او نه هېرېدونکې شېبه ده

د افغانستان ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي سلیم صافي د هند پر وړاندې له هغې ورځې یادونه کړې چې په یوه پاڼۍ کې یې شپږ وېکټې واخیستې.

صافي ویلي، د هند پر وړاندې د شپږو مهمو وېکټو اخیستل راته ویاړ او د خوښۍ نه هېرېدونکې شېبه ده.

نوموړي همداراز د لوبې د پایلې په اړه ناخوښې ښودلې او زیاته کړې یې ده چې څه یې غوښتل ترلاسه یې نه کړل خو له تجربې یې ډېره زده کړه وکړه او بېرته به پیاوړي راستانه شي.

سلیم صافي د ټولو روزونکو او مینه والو له باور او ملاتړ هم ځانګړې مننه کړې ده.

سلیم صافي د هند پر وړاندې یوازنۍ ټېسټ لوبه کې په لومړۍ ورځ او لومړۍ پاڼۍ کې شپږ مهمې وېکټې ترلاسه کړې چې وړتیا یې د ډېرو پام ځان ته را واړاوه.

ریچارډ بنېټ: په هرات کې دې د ښځو نیول سمدستي ودرول شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې د طالبانو د پوښښ د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیول کېږي.

بنېټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښځې په خپل‌سري ډول نیول کېږي او بندي کېږي چې په وینا یې دا چاره غیرقانوني او د نه منلو وړ ده.

هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو نیول سمدستي ودروي او ټولې نیول شوې ښځې بې‌ قیده او شرطه خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هرات کې د دوی د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه رد کړي.

بيروت کې د امریکا سفیر:نه غواړو چې په لبنان کې شخړه نوره پراخه شي

په لبنان کې د امریکا سفیر د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دواړو لورو د مذاکراتو پر بهیر او په لبنان کې د روان وضعیت د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، په دغو خبرو کې د سیاسي او امنیتي وضعیت د ارامولو لپاره پر شته لارو چارو هم بحث شوی دی.

د امریکا سفیر د وروستیو پېښو په اړه وویل:«هغه څه چې پرون ترسره شول، یو سیاسي پیغام و.»

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا دریځ دا دی چې روانه شخړه باید نوره پراخه نه شي.

د هغه په وینا، واشنګټن هڅه کوي د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د ډیپلوماټیکو حل‌لارو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان تر ولکې لاندې؛کشمیر کې نښتو ۱۱ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په تاوتریخجنو نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښې د هغې عمومي اعتصاب له اعلان وړاندې رامنځته شوې چې ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ ترسره شي.

ځايي چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې څلور پولیس، یو ملکي وګړی او شپږ لاریون کوونکي شامل دي.

همدارنګه ۲۳ امنیتي سرتېري او شاوخوا ۵۰ لاریون کوونکي ټپیان شوي او ۳۰ تنه نیول شوي دي.

نښتې هغه مهال پیل شوې چې د عوامي ګډ اقدام کمېټې غړي د راولاکوټ په سیمه کې د یوه روغتون د مړو ساتلو خونې مخې ته راټول شول او لاریون یې وکړ.

بلخوا، حکومتي چارواکو د لاریون کوونکو ځینې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو د نظم او عامه امنیت د ساتنې لپاره مداخله کړې وه.

د دوی په وینا، ځینو اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو پر ضد وسلې او اور اچوونکي توکي هم کارولي دي.

یادې کمېټې د سیمه‌ییز پارلمان د څوکیو د وېش پر سر د اعتراض په توګه عمومي اعتصاب اعلان کړی، او وایي د ۴۵ څوکیو له ډلې د ۱۲ څوکیو کډوالو ته ځانګړي کول د خلکو د استازیتوب له اصل سره په ټکر کې دي.

د راستنېدونکو د مېشتېدو بهیر؛په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورنیو ته نمرې وېشل شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې هېواد ته راستنو شویو ۴ زره او ۶۹۴ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په ننګرهار کې ۱۶۵۹، هلمند کې ۹۳۴، فاریاب کې ۸۳۷، فراه کې ۶۹۷، غزني کې ۳۶۷، پکتیکا کې ۱۰۰ او نیمروز کې ۱۰۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۴۰ زره او ۴۱۳ استوګنیزې نمرې پر مستحقو راستنېدونکو وېشل شوې او دا بهیر لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري.

اسرائیلي سرچینې:پر ایران بریدونه اسرائیل ترسره کړي، امریکا د توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې

د اسرائیل د پوځ راډیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران وروستي بریدونه یوازې د اسرائیل له لوري ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، امریکا په دغو عملیاتو کې مستقیمه برخه نه ده اخیستې، خو د ایران د ځینو توغندیو د شنډولو او مخنیوي په برخه کې یې له اسرائیل سره مرسته کړې ده.

سرچینو ویلي چې د توغندیو د دفاعي عملیاتو پر مهال د امریکا ملاتړ د اسرائیل د هوايي دفاعي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره مهم و.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.