یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 82

ریچارډ بنېټ: په هرات کې دې د ښځو نیول سمدستي ودرول شي

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د درېیمې پرله‌پسې ورځې لپاره لسګونه ښځې د طالبانو د پوښښ د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیول کېږي.

بنېټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښځې په خپل‌سري ډول نیول کېږي او بندي کېږي چې په وینا یې دا چاره غیرقانوني او د نه منلو وړ ده.

هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو نیول سمدستي ودروي او ټولې نیول شوې ښځې بې‌ قیده او شرطه خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هرات کې د دوی د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه رد کړي.

بيروت کې د امریکا سفیر:نه غواړو چې په لبنان کې شخړه نوره پراخه شي

په لبنان کې د امریکا سفیر د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دواړو لورو د مذاکراتو پر بهیر او په لبنان کې د روان وضعیت د پای ته رسولو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، په دغو خبرو کې د سیاسي او امنیتي وضعیت د ارامولو لپاره پر شته لارو چارو هم بحث شوی دی.

د امریکا سفیر د وروستیو پېښو په اړه وویل:«هغه څه چې پرون ترسره شول، یو سیاسي پیغام و.»

نوموړي ټینګار کړی چې د امریکا دریځ دا دی چې روانه شخړه باید نوره پراخه نه شي.

د هغه په وینا، واشنګټن هڅه کوي د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي او د ډیپلوماټیکو حل‌لارو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان تر ولکې لاندې؛کشمیر کې نښتو ۱۱ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي

د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د لاریون کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په تاوتریخجنو نښتو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او له ۷۰ څخه زیات نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه پېښې د هغې عمومي اعتصاب له اعلان وړاندې رامنځته شوې چې ټاکل شوې د سې‌شنبې په ورځ ترسره شي.

ځايي چارواکي وایي چې په وژل شویو کسانو کې څلور پولیس، یو ملکي وګړی او شپږ لاریون کوونکي شامل دي.

همدارنګه ۲۳ امنیتي سرتېري او شاوخوا ۵۰ لاریون کوونکي ټپیان شوي او ۳۰ تنه نیول شوي دي.

نښتې هغه مهال پیل شوې چې د عوامي ګډ اقدام کمېټې غړي د راولاکوټ په سیمه کې د یوه روغتون د مړو ساتلو خونې مخې ته راټول شول او لاریون یې وکړ.

بلخوا، حکومتي چارواکو د لاریون کوونکو ځینې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې امنیتي ځواکونو د نظم او عامه امنیت د ساتنې لپاره مداخله کړې وه.

د دوی په وینا، ځینو اعتراض کوونکو د امنیتي ځواکونو پر ضد وسلې او اور اچوونکي توکي هم کارولي دي.

یادې کمېټې د سیمه‌ییز پارلمان د څوکیو د وېش پر سر د اعتراض په توګه عمومي اعتصاب اعلان کړی، او وایي د ۴۵ څوکیو له ډلې د ۱۲ څوکیو کډوالو ته ځانګړي کول د خلکو د استازیتوب له اصل سره په ټکر کې دي.

د راستنېدونکو د مېشتېدو بهیر؛په تېره یوه اوونۍ کې زرګونه کورنیو ته نمرې وېشل شوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې یې هېواد ته راستنو شویو ۴ زره او ۶۹۴ کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د یاد وزارت د کډوالو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې په ننګرهار کې ۱۶۵۹، هلمند کې ۹۳۴، فاریاب کې ۸۳۷، فراه کې ۶۹۷، غزني کې ۳۶۷، پکتیکا کې ۱۰۰ او نیمروز کې ۱۰۰ استوګنیزې نمرې وېشل شوې دي.

د وزارت په وینا، تر دې دمه په ټول هېواد کې ۴۰ زره او ۴۱۳ استوګنیزې نمرې پر مستحقو راستنېدونکو وېشل شوې او دا بهیر لا هم په بېلابېلو ولایتونو کې دوام لري.

اسرائیلي سرچینې:پر ایران بریدونه اسرائیل ترسره کړي، امریکا د توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې

د اسرائیل د پوځ راډیو د ځینو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې پر ایران وروستي بریدونه یوازې د اسرائیل له لوري ترسره شوي دي.

د راپور له مخې، امریکا په دغو عملیاتو کې مستقیمه برخه نه ده اخیستې، خو د ایران د ځینو توغندیو د شنډولو او مخنیوي په برخه کې یې له اسرائیل سره مرسته کړې ده.

سرچینو ویلي چې د توغندیو د دفاعي عملیاتو پر مهال د امریکا ملاتړ د اسرائیل د هوايي دفاعي سیستمونو د پیاوړتیا لپاره مهم و.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

پزشکیان: د هېڅ ګواښ پر وړاندې به شاتګ ونه کړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، لومړیتوب یې د ملي امنیت ساتنه او د خلکو ارامي ده او تهران به د خپلو ملي ګټو او د ملت له حقونو په کلکه دفاع وکړي.

پزشکیان په اېکس کې یوه پیغام کې ټینګار کړی چې ایران به د هېڅ ډول ګواښ پر وړاندې شاتګ ونه کړي او د خپلو حقونو د دفاع لپاره به په پوره ځواک دریځ خپل کړي.

هغه زیاته کړې چې ډیپلوماسي او دفاع د ایران د ملي ځواک دوه مهم بنسټونه دي او هېواد یې نه له ډیپلوماټیکو هڅو لاس اخیستی او نه هم د دفاعي چمتووالي له ډګره وتلی دی.

د ایران ولسمشر څرګنده کړې چې هېواد به د یووالي، عقلانیت او ملي همغږۍ په مټ له روانو ننګونو او ازموینو څخه هم بریالی ووځي.

رافائل ګروسي:د ایران د اټومي پروګرام په تړاو له پېچلي پړاو سره مخ یوو

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس، رافایل ګروسي، ویلي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه روان وضعیت یوه پېچلې مرحله ده، خو په وینا یې ورته حالتونه پخوا هم تجربه شوي دي.

ګروسي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د اټومي انرژۍ نړیواله اداره به له ایران سره د تعامل او د اټومي تاسیساتو د څارنې او پلټنو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ چې اداره باید د ایران او امریکا ترمنځ د هر ډول احتمالي اټومي هوکړې په بهیر کې فعال رول ولري، څو د توافق د پلي کېدو او څارنې چارې په اغېزمن ډول ترسره شي.

د نوموړي په وینا، د اټومي انرژۍ نړیواله اداره د شفافیت او تخنیکي څارنې د تضمین لپاره مهم مسؤلیت لري او هڅه کوي چې د روانو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ وکړي.

افغانستان؛د جوبیلي ډایمنډ فوټبال ټورنمنټ پایلوبې ته ورسېد

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د جوبیلي ډایمنډ څلور اړخیز نړیوال ټورنمنټ پایلوبې ته وتلې ده.

د راپورونو له مخې، افغانستان د ګروپي پړاو له سیالیو وروسته د نورو لوبډلو د پایلو په ډاګه کېدو سره د ټورنمنټ پایلوبې ته لار پیدا کړه.

په دغه ټورنمنټ کې د افغانستان ترڅنګ د پاکستان، بنګله دېش او کوربه مالدیف لوبډلو ګډون کړی دی.

افغانستان په خپلې لومړۍ لوبه کې مالدیف ته ماتې ورکړه او وروسته یې له بنګله‌ دېش سره لوبه مساوي شوه چې له امله یې د پایلوبې چانس ډېر شو.

ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله په پایلوبه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ د نړیوالو او آسیايي سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي په موخه ترسره کېږي.

افغان لوبډلې؛د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر هند ته ټېسټ لوبه وبایلله

د افغانستان ملي لوبډلې د هند پر وړاندې د ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ د یوې پاڼۍ او ۳۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې وخوړه.

افعان لوبډلې نن د ټولو لوبغاړو په زیان لومړۍ پاڼۍ د ۱۵۲ منډو په کولو پای ته ورسوله، همداراز ورپسې د هندۍ لوبډلې له لوري دویمه پاڼۍ هم ورکړل شوه چې د ورځې له پای ته رسېدو وړاندې یې د ټولو وېکټو په له لاسه ورکولو ۱۱۲ منډې وکړې.

په ټوله کې افغان لوبډلې په دغه ټېسټ لوبه کې د پام وړ کارکردګي ونه کړه، په توپ اچوونه کې سلیم ساپي شپږ وېکټې ترلاسه کړې او د توپ وهنې په دوه پاڼیو کې د نورو لوبغاړو په پرتله یوازې رحمت شاه ۷۳ او صدیق اتل ۵۹ ډېرې منډې وکړې په داسې حال کې چې هندي لوبغاړو یوازې په یوه پاڼۍ کې هر یو له دې ډېرې انفرادي منډې جوړې کړې.

دا د افغانستان او هند د کرکټ په تاریخ کې د دواړو هېوادونو د لوبډلو ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه وه چې د دویم ځل لپاره هم هندۍ لوبډلې وګټله.

ایران:پر لبنان بریدونه د سولې بهیر اغېزمنوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعيل بقایي ویلي چې پر لبنان د اسرائیل وروستي بریدونه به د جګړې د پای ته رسولو لپاره روان ډیپلوماټیک بهیر تر اغېز لاندې راولي.

بقایي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د اوربند او د شخړې د پای ته رسېدو لپاره پیل شوې هڅې د دغو پوځي اقداماتو له امله له ننګونو سره مخ کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې د خبرو اترو له پیل راهیسې په ډاګه شوې وه چې په لبنان کې د جګړې پای ته رسول د اوربند یوه مهمه برخه ده، او د منځګړیتوب لوري هم پر دې موضوع څو ځله ټینګار کړی و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي دوام کولای شي د سیمې د ثبات او د سیاسي حل‌لارو د موندلو پر هڅو منفي اغېز وکړي.