د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره لسګونه ښځې د طالبانو د پوښښ د مقرراتو د نه مراعاتولو په تور نیول کېږي.
بنېټ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې ښځې په خپلسري ډول نیول کېږي او بندي کېږي چې په وینا یې دا چاره غیرقانوني او د نه منلو وړ ده.
هغه له طالبانو غوښتي چې د ښځو نیول سمدستي ودروي او ټولې نیول شوې ښځې بې قیده او شرطه خوشې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هرات کې د دوی د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو راپورونه رد کړي.

